شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / افغانستان ته دنورو امريکايي پوځونو راتلل؛

افغانستان ته دنورو امريکايي پوځونو راتلل؛

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ ع دسپتمبر ٩ د ١٣٨٧ ل هـ دوږي ١٩ نېټه : په دغه ورځ بش دعراق او افغانستان په برخه کې خبرې وکړې ، امريکا په داسې حال کې ، چې په عراق کې يو سلو شل زره پوځ لري ، ملت ته يې زېرى ورکړ ، چې تر راتلونکې فبرورۍ پورې به اته زره پوځ له عراقه وباسي ،چې دامريکې د پوځ پنځه په سلو کې هم نه دي . له دومره ډېرو عسکرو اته زره ايستل په حقيقت کې نه ايستل دي . هسې په خبرو خلک تېر باسي. د افغانستان په برخه کې بش وويل ، چې هلته څلور زره پنځه سوه نور امريکايي عسکر استوي.
هومره پوځ ،چې دامريکا ، ناټو او ملگرو ملتونو په افغانستان کې له دولتي اجيرو عسکرو او پوليسو سره يوځاى اوسي د پښتنو خلاف په جگړو کې برخه لري ؛ نو که څلور زره پنځه سوه نور ور واستول شي ، دومره توپير نه لري ؛ ځکه ټول پوځ بهرني او کورني تر يو سلو شلو زرو ډېر دي . بش دعراق وضعه ښه وښوده ، او دايې په يوه ژبه وويل ، چې افغانان ښه جنگيالي دي ، چې په ښکاره يې اجير اردو مطلب و ، خو هماغه طالبان او القاعده يې يادوله . د بش د خبرو چل بازي دا ده ،چې دا دى عراق زمونږ په لاره روان دى ، ا و په افغانستان کې لا کار غواړي.
دافغانستان اجير دولت سږ کال د پنجشېر د جهاد د دورې قوماندان د کربلا سيدالشهداء درجې ته ورساوه ، لويه کاربندي (رخصتي) وه ، لاريونونه او غونډې وې .د احمدشاه مسعود د وژل کېدو وير او ماتم و ،چې په نورو کلونو کې داسې نه و څنگه يې دې ته پام شو ؟ چې راځه دا خپله خولۍ په ده وساته . سياف بيا ويلي ،چې امنيت به هله ټينگ شي ،چې حکومت دوى ته وسپارل شي . په کوم شرط؟ په دې ،چې بهرنيو پوځونه ، ځمکني او هوايي او نورې مالي مرستې دې همداسې دوام لري. ((بگير وببند وبدست مني پهلوانش ده)) له دې خوب څخه حامد کرزي او سپنتا گټه واخسته ، چې څوکاله يې د وينو په درياب کې کبان وخوړل . نوره په نړۍ کې دا وسه نه ده پاتې ، چې د وينو د درياب کبان ترې وخوري.
که دوى څوکاله وړاندې په يوه تله ، کې تللي واى ، اوس يې بيا تللي واى هغه توپير به څرگند شوى و ، چې وړ يا ډالرو څومره خوند ورکړى . بيا خبره دا ده ،چې په اروپا اوا مريکا کې اوزگار خلک ډېر شوي ، لويو شرکتو خپلو کاريگرو ته ځواب ورکړى ، چې تاسو ته تنخوا نه شو درکولى او فابريکې په ټپه درېدلي دي . بانکونه دوه درې سره يوځاى شوي ، چې ځان ته يې نه شي کولاى. په دې کې خېټه ور وايي : دا پيره يې دوى ته وسپارئ.
دافغانستان په تاريخي برخليک کې د وړيا خوړونکيو افغانانو لوبې پاتې دي ، چې له انگليسانو ، روسانو ، امريکايانو سره يې لاس يو کړى او خپل وروڼه يې پر امپريالستانو نه يوازې ووژل ، بلکې کورونه يې ور وران کړل او ماشومان ، ښځې ، نارينه يې د خاورو لاندې کړل ، چې هغوى بيا د مارشال ، جنرال او اتل نومونه ورکړل ، چې اوس د هغوى سوگواري(ماتم) وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *