چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / د لومړي نړیوال جنګ نه پېړۍ پس نړۍ پرکوم لور؟

د لومړي نړیوال جنګ نه پېړۍ پس نړۍ پرکوم لور؟

شهیدزوی

په ۲۰ میلادي پیړۍ کې دړومبي نړیوال جنګ په نوم رامنځته شوې معرکه داسې یو خونخواره معرکه وه چې دانساني تاریخ لوری یې بلکل بدل کړ،دخپرو شویو اعدادو او ارقامو له مخې پدې جنګ کې ۲۰ ملیونه انسانان ووژل شول چې نیم یې فوځیان او سم نیم یې ولسي وګړي وو؛ جنګ کې د۲۰ ملیونو نه زیات فوځیان ټپیان شوي هم وو.

افغانستان الله تعالی پدې جنګ کې دګډون نه ساتلی وو خو زموږ په څنګ کې دمقبوضه هند د یو ملیون نه زیات عسکر دبرتانیې له لورې دې جنګ ته استول شوي وو چې عراق ، فلسطین ، ایټالیا ، فرانسې اوبلجیم کې دمخالفینو پرضد جنګېدلي وو او ددوئ له جملې نه ۷۴۱۸۰فوځیانوپکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی وو؛ دوئ کې دهندوانو او سیکانو ترڅنګ ګڼ شمېر مسلمانان هم وو .

دستروځاني زیانونوترڅنګ دې جنګ دنړۍ په تاریخ کې ډېرزیات مالي زیان اړولی و او ګڼ آباد ښارونه یې په کنډوالو بدل کړي وو.

دا جنګ په ۱۹۱۴م کال کې پیل او د ۱۹۱۸م کال دنومبر میاشتې په ۱۱ مې نېټې پای ته ورسېد.

اوس د روان ۲۰۱۸ م کال دنومبر په ۱۱ مې نېټې ددې جنګ دپای ته رسېدو ۱۰۰ کلونه پوره شول نو ددې جنګ د ۱۰۰ کلونو پوره کېدو په یاد کې دفرانسې پلازمېنې پاریس کې یوه نړیواله یادګاري غونډه جوړه شوې وه چې د امریکا دولسمشر ټرمپ او روسې ولسمشر پوتین په شمول پکې دنړۍ د ۷۰ نه دزیاتو دهغوهېوادونو مشرانو ګډون وکړ چې په یو نه یو ډول دې جنګ کې شریک شوي وو.

باران و ؛سخته یخني وه دنړۍ مشرانو په سرونو تورې چترۍ نیولې وې له غرمې وړاندې ۱۱ بجې په ټولې فرانسې کې په کلیساګانوکې زنګونه ووهل شول او دArc de triump ،،دفتحې محراب،، او دنامعلوم عسکر ترقبره پلې ولاړل ؛په جنګ کې دګډون کونکو عسکرو خطوط ولوستل شول او بیا دپاریس قصر کې جوړ شوي دامن کانفرانس کې دا مشران سره راجمع شول چې پکې دجرمني مشرې انجیلا مرکل او دملګرو ملتونو سرمنشي کوټیرس افتتاحي ویناوې وکړې .

ددې جنګ اصل عوامل خود۱۸۷۱م کال نه پیل شوي ووکله چې جرمنې فرانسې ته په جنګ کې ماتې ورکړې اودوه معدني سیمې ( الساس اولورین )یې ترې ونیولې .

په ۱۸۶۷م کې دپروشیاچانسلر (لومړي وزیر) بسمارک دشمالي جرمني ایالتونه متحد کړي وو.

بیادفرانسې پرضد دجنګ ګټلونه پس دپروشیاپاچا ولهلم اول خپل ځان دجرمني دقیصرپه صفت اعلان کړ.

برتانې ،فرانسې ، پرتګال ، هالینډ اوبلجیم زیاتره افریقایې سیمې ترخپلې قبضې لاندې راوستې وې اوجرمني پدې استعماري منډوکې ډېر وروسته شریک شوی ونوځکه یې تراشغال لاندې سیمې کمې وې خو داچې صنعت یې تېز پرمختګ کړی و نو دمصنوعاتو لپاره یې لویه منډۍ پکار وه نوځکه یې دنورو یادوغربي هېوادونوسره ډېر جور استعماري رقابت روان و .

همدا راز د۱۸۷۸م کال کې دروسې اوترکې ترمنځ رامنځته شوي جنګ کې سربیا له ترکانو ازاده شوی وه اوبوسنیا په آسټریا کې شامل شوی وه ؛ سربیا دبوسنیا دسرب سیموخپل ځان سره دضم کولوخواهشمنده وه نوځکه آسټریا دسربیا نه خطرمحسوسولو.

ددې ترڅنګ روسې په ابنای باسفورس اوددانیال دره باندې دقبضې خواهش لرلو اوددې لپاره یې دعثماني خلافت پر پلازمېنې قسطنطنیه (استنبول ) قبضه اړینه بلله نوځکه لا له وړاندې ترکې دروسې نه ډېرستر خطرمحسوسولو.

لنډه داچې لاملونه لا له وړاندې ووخو دپیل کېدوښکاره لامل یې دقتل یوه عادي پېښه وه؛ د۱۹۱۴م کال دجون په ۲۸ مې نېټې دبوسنیا په سرایوښارکې د دسربیا یو اوسېدونکي د آسټریا هنګري ولي عهد شهزاده فرانز فرډي نینډ او دهغه مېرمن په یو لاریون کې د ګډون پرمهال وویشتل اوځای پرځای یې ووژل ؛ ددوئ دواړو دوژلونه پس قاتل سربیا ته په تېښته بریالی شو؛ آسټریا دسربیا نه قاتل وغوښتلو او ورته یې دیوې میاشتې مهلت ورکړ خوروسې چې سربیاپه شاټپوله نوسربیا دآسټریا غوښتنه ونه منله اودقاتل ورسپارلونه یې کلي انکار وکړ چې له امله یې د۱۹۱۴م کال دجولای په ۲۸ مې نېټې آسټریا په سربیاحمله وکړه اودآسټریا هنګري او سربیا ترمنځ جنګ رامنځته شو ؛ دسربیا دمرستې لپاره دروسې فوځ دآسټریا مقابلې ته راووت چې ورسره سم داګست په ړومبۍ نېټې جرمني دروسې پر ضد جنګ اعلان کړ ؛ دجرمني ددې اعلان نه یوه ورځ وروسته یانې داګست په ۲ مې نېټې فرانسې دروسې دحمایت په موخه خپل فوځونه دجرمني مقابلې ته راوویستل اودجرمني اوفرانسې فوځونه دیوبل سره مخامخ په جنګ کې اخته شول ؛ دجرمني فوځونو په بلجیم حمله وکړه اوفرانسه یې تر محاصرې لاندې راوسته چې له امله یې برتانیه دفرانسې مرستې ته راووته اودجرمني پر ضد یې جنګ اعلان کړ نو دسربیا اوآسټریاهمدې دوه هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی جنګ بیا ټولې اروپا ته خپور شواوله اروپا بیرون پکې نور ګڼ هېوادونه هم رالتاړ شول.

دړومبي نړیوال جنګ مرکز اروپا وه؛پکې جرمني،آسټریاهنګري بلغاریه او عثماني خلافت یولور و او امریکا فرانسه برتانیه،روسیه او سربیا دجنګ بل لورې و.

په جنګ کې جرمني او اتحاديانو یې ماتې وخوړه او بې قیدو شرطه وسلې ایښودلو ته اړ کړای شول؛جرمني بیخي بې لاس او بې پښو شو زیاتره سیمې یې فاتحو لښکرو ترخپلې قبضې لاندې راوستې او ورته قابضو قوتونو له لورې دفوځ ددومره راکمولوحکم وشوچې دنه درلودلو په معنی و.

اسلامي نړۍ دې جنګ دخورا ډېر ستر زیان سره مخامخ کړه ځکه چې عثماني خلافت ټوټې ټوټې شو ترواک لاندې ټولې سیمې یې له لاسه ووتې او پربیت المقدس برتانیه قابضه شوه؛بل لور ته دجنګ دپای ته رسېدو په اړه دجرمني او اتحادیانو پرضددذلت نه ډک رامنځته شوی تړون ددوهم نړیوال جنګ سبب شو.

دا جنګ دنورو مذهبونو دپیروانو په پرتله دمسلمانانو لپاره دزیات تاوان لامل شو.

عثماني خلافت مخامخ پدې جنګ کې نه و لتاړ بلکې دسخت مجبوریت له مخې ددې جنګ برخه وګرځېده ځکه چې روسیې دخپلو اتحادیانو دمرستې په موخه د بالکان سیمې او روم بحیرې نه تېرېدل غوښتل نو عثماني خلافت دخپلو سیمو او پولو دساتنې په موخه دروسې مخې ته ودرېده چې له امله یې روسیه اترکیه مخامخ ښکر په ښکر شول اوپدې طریقې ترکیه هم ددې جنګ برخه وګرځېده.

دا چې پدې جنګ کې دجنګ په پرتله شوم پلان زیات و نو ځکه په ډېر چل او هنر دا جنګ د اروپا دنورو برخو نه راغونډ او ورو ورو دعثماني خلافت تر ساحو محدود شو.

دجنګ په جریان کې دمسلمانانو سره وعده شوې وه چې د جنګ پای ته رسېدو نه پس به دعثماني خلافت شتون ته هیڅ ډول تاوان نه رسول کېږي خو پدې وعدې وفا ونه شوه؛پر قسطنطنیه دقبضې نه ۱۳ ورځې پس د ۱۹۱۸ م کال داکتوبر په ۳۰ مې نېټې دیو رامنځته شوي کرغېړن تړون له مخې دعثماني خلافت دتجزیې عمل پیل شو او بیا دسیور تړون له مخې دخلافت سره تړاو لرونکې دمنځني ختیځ ټولې برخې برتانې او فرانسې ته ورکړی شوې او دروم بحیرې ساحلي سیمې ایټالیا او دترکې سمندري غاړې یونان او ابنای باسفورس او مرمره بحیرې ته بین المللي حیثیت ورکړل شو او داتحادي فوځونو مشترکه مقبوضه سیمه وګرځول شوه او ددې ترڅنګ دختیځې اناطولیا ډېره برخه ارمنیا ته ورکړل شوه.

برتانې دډېرې چالاکۍ نه کار واخست او دفرانسې سره یې دسائیکوس پیکوټ نومې کرغیړن تړون له مخې ټول منځني ختیځ په خپلو منځونو کې وویشلو.

فلسطین چې دبرتانې ترواک لاندې راغلی و ۱۹۱۷م کې یې په پټه دبالفور اعلان وکړ اودصهیونستي دولت درامنځته کولولپاره یې دنړۍ دمختلفو برخونه یهودیان راوستل .

بیا وروسته په ترکې کې دقومیت ناره پورته شوه دعثماني خلافت نه دازادۍ اعلان وشو او ترکې فوځونو دیونان ایټالیا او فرانسې قابض فوځونه داناطولیا نه وویستل او دسیورې تړون په نتیجه کې چې کومې سیمې ارمنیا ته ورکړل شوې ټولې سیمې دارمنیا نه بېرته واخستل شوې؛ترکې فوځونو بېرته ابنائی باسفورس او استنبول ترخپلې ولکې لاندې راوست.

همدا راز په ۱۸ میلادي پېړۍ کې لا فرانسې او برتانې دعثمانې خلافت پر ځینوسیمو حملې کړی اوورځنې یې نیولې هم وې ؛ په ۱۸۷۸م کال کې برتانې دعثماني خلافت نه دقبرص جزیره نیولې وه اوپه ۱۸۸۱م کال کې ترې فرانسې ټول تیونس ونیولو اوپه ۱۹۱۱م کال کې ورنه ایټالیا یومهم ولایت طرابلس(لیبیا) قبضه کړه .

په ۱۹۱۲م کال کې دبلقان په جنګ کې هم داروپایې ځواکونوپالیسي دعثماني خلافت پرضد وه .

نوځکه ترکې په ۱۹۱۴م کې دجرمني سره دفاعي تړون لاسلیک کړ اوډېر ستر مجبوریت له مخې دې جنګ کې ورشریکه شوه .

دا چې عثماني خلافت دیو لړ مجبوریتونو له مخې دجرمنې سره دیو ځای کېدلو پرېکړه کړې وه نو ځکه دا جنګ داروپا نه منځنې ختیځ او افریقا ته خپور شو ځکه چې دلته دعثمانې خلافت ګڼ ولایتونه وو په ۱۹۱۴ م کې چې جنګ رامنځته کېدلو جرمنې دنړۍ یو ستر ځواک و؛جرمنې صنعت ډېر عصري او جدید و سوداګري یې ډېره مخ په وړاندې تللی وه او فوځي ځواک یې دنړۍ په سطحه نه ماتېدونکی ګڼل کېدلو.

او جرمنیانو په خپل هېواد کې هوسا او خوشحاله ژوند کاوه.

دجرمني دا هر اړخیز پرمختګ یواځې داروپا نه بلکې دټولې نړۍ لپاره چیلنج ګرځېدلی و نو ځکه ناقدین وایې چې که جرمني په دې جنګ کې دګډون پرېکړه نه وای کړې اوس به جرمني دنړۍ ترټولو سترځواک وای.

پدې جنګ کې ۷۰ ملیونه فوځیانو برخه اخستې وه چې ۶۰ ملیونه یې اروپایان او نورو ۱۰ ملیونو یې دنورو سیمو سره تړاو درلودلو.

په همدې جنګ کې په ړومبي ځل غټې جنګي وسلې اوکیماوي مواد وکارول شول چې دا دانساني وحشت ډېر لوي اظهار و او داسې ښکارېدله لکه انسانان چې دانسانانودکلي تباهۍ او بربادۍ لپاره مټې رانغښتې وي.

بل لور ته دجنګ سیاسي حالت هم ډېر له تاوانونو او خطرونو ډک و؛جنګ بندۍ او دجنګ بندۍ لپاره رامنځته شوی تړون دامن پرځای دیو بل خطرناک جنګ درامنځته کېدو بنسټ کېښود.

داور بند لپاره درامنځته شوي تړون په نتیجه کې جرمنې دذلت نه ډکو شرطونو قبلولو ته اړ کړای شو چې له امله یې دهټلر په څېر جابر دیکتاتور وزېږاوه.

په ښکاره جرمني سرټیټ کړ خو دجرمني دپرمختګ مخه ونه نیول شوه او نه دجرمنیانو دځان لوړ ګڼلو احساس له منځه ولاړ نو ځکه هټلر ددوئ ملت پالنې داحساس په رابېدارولو او خپل مقابل لورې نه دجرمني دذلت سره مخامخ کولو دجرم دانتقام اخستلو په موخه جنګ کولو ته تیار کړ؛او جنګ ته دپوره چمتووالي نه پس داول جنګ دپای ته رسېدونه پوره ۲۲ کلونه پس دوهم نړیوال جنګ رامنځته شو چې پکې دړومبي نړیوال جنګ نه هم زیاته تباهي رامنځته شوه۱۰۰ملیونه انسانان ووژل شول او دجاپان په هیرو شیما او ناګاساکې ښارونو امریکا اتوم بمونه وغورځول چې په څو لمحو کې په سونو زره بې ګناه انسانان په ډېرې بې رحمۍ او بې دردۍ ووژل شول.

په ۱۹۱۶م کې چې اتحادي فوځونو پرقسطنطنیه دقبضې لپاره حمله وکړه نوپه ټاپووزمې ګیلي پولي کې یې ترکان مقابلې ته راووتل اودلته ترکان په ډېرې مېړانې ددوئ پر ضد وجنګېدل ؛ دې جنګ ترڅو میاشتو دوام وکړ چې په نتیجه کې یې اتحادیان دسخت شکست سره مخامخ اوشاتګ ته اړ شول ؛ پدې جنګ کې دبرتانې ، فرانسې ، آسترالیا اونیوزیلینډ دوه لکه پنځه ویشت زره فوځیان ووژل شول اوپکې یولک ۸۹ زره ترکان هم په شهادت ورسېدل .

برتانې دهندي فوځ نه په ګټې اخستوپه منځني ختیځ کې عراق ، اردن اوفلسطین ترخپلې قبضې لاندې راوستل اود۱۹۱۸م کال په اکتوبرکې شام هم دعثماني خلافت له واکه ووت او دا خلافت اړشوچې داکتوبرپه ۳۰ مې نېټې دعارضي اوربند تړون لاسلیک کړي .

په پیل کې امریکا ددې جنګ برخه نه وه بلکې په ۱۹۱۷م کال کې چې یوجرمني اوبتل په اوقیانوس سمندرکې امریکایې سمندري جاز غرق کړچې له امله یې امریکا هم دهمدې کال داپریل په ۶مې نېټې دجرمني پرضد داتحادیانو سره مل شوه ؛ داتحادیانو سره دامریکا دفوځ اوجنګي وسایلو دیوځای کېدوسره سم ددوئ تله درنده شوه اوراتلونکي کال ته جرمني دسولې دتړون خواست کولوته اړشو؛ اتحادیانو دجرمني غوښتنه ومنله او۱۹۱۸م کال دنومبر په ۱۱مې نېټې داوربند تړون رامنځته اوپه لویدیځوساحوکې جنګ پای ته ورسېد ؛ په ختیځوساحوکې خوهسې هم د۱۹۱۷م کال په نومبرکې په روسې کې دکمونستي انقلاب درامنځته کېدو له امله لینن دجرمني سره سوله کړې اوجنګ ودرېدلی و.

دنړیوال جنګ دپای ته رسېدونه پس په ۱۹۱۹م کال کې دوارسا دسولې تړون رامنځته شو؛ دآسټریا اوجرمني شاهي نظامونه ختم شول ؛ دآسټریا ، جرمني او روسې له لورې دپولینډ قبضه شوې سیمې ددې هېوادونو دقبضې نه راووتې او ددې سیموپه یوځای کېدودپولینډ په نوم آزاد هېواد رامنځته شو؛ دآسټریا دشمالي سیمونه چیک هېواد جوړ شو ؛ دسربیا، بوسنیا ،کروشیا ،سلاوینیا اومقدونیا نه یوه یوګوسلاویه جوړه شوه.

دجرمني له لورې دفرانسې قبضه شوې سیمې (الساس اولورین ) بېرته فرانسې ترخپل واک لاندې راوستې ؛ دجرمني له لورې دافریقې قبضه شوې سیمې تنزانیا ،نیمبیا ،کیمرون اوټوکو اتحادیانوپه خپلومنځونوکې وویشلې. اواتحادیانودجرمني نه دبحرالکاهل مقبوضه ټولې جزیرې هم ونیولې .

دجرمني پر اوږو دجنګ سترتاوانونه ورواچول شول اودسمندري جازونو او دفوځ دراکمولوشرطونه هم ورباندې کېښودل شول .

دړومبي جنګ دپای ته رسېدو نه پس دنړیوال امن دبقالپاره د جمعیت اقوام ( لیګ آف نیشنز) په نوم نړیواله اداره رامنځته شوه خودحریصو قبضه خوښونکو اروپایې ځواکونو خودغرضیو نړۍ امن ته پرې نه ښوده نو۲۱ کلونه پس نړۍ دبل نړیوال جنګ په لمبوکې لولپه شوه

دتاوان خبره دا ده چې نړۍ دړومبي او دوهم نړیوال جنګ نه هیڅ عبرت وانخست ؛ اوس هم په کمزورو هېوادونو دزوروروهېوادونو حملې جریان لري ؛ دقبضو شوق ختم شوی ندی اودامریکا، روسې ،برتانې اوفرانسې په څېر دنړۍ مهمو هېوادونو دقبضې او اشغال په موخه دنړۍ پرډېرې سترې برخې بې ګټې جنګونه مسلط کړیدي چې پکې په ملیونونو انسانانوخپل ژوند له لاسه ورکړی.

دلویو زبرځواکونوترمنځ داستعمار او قبضې رقابت اوس هم جریان لري اوپه ډېرو ځایونوکې یوبل ته مخامخ شوي او داتومي جنګ خطرونه هم رامنځته شویدي .

دنړۍ زبرځواکونه چې دنړۍ دامن لپاره نه یواځې داچې یوعملي قدم نه پورته کوي بلکې په ټولې نړۍ کې بد امني هم دهمدوئ له لورې ده نو په داسې حال کې دلومړي جنګ دپای ته رسېدو دسلمې کلیزې لمانزل اوبیا په پاریس کې دامن کانفرانس جوړول که منافقت نه وي نو وربه څه وي ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *