چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دانگلستان ملت ناروغ دى

دانگلستان ملت ناروغ دى

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

په نولسمې پېړۍ کې دانگلستان اقتصادوېجاړ شو ، دانگليس خرڅ پنځلس ميليون  پونډو ته ورسېد. دوى  په خپلې غلطۍ پوه شول ، بيا يې خپل پاتې راتلل نه ښودل ؛ ځکه ټولې نړۍ  کې يې شهرت له لاسه ورکاوه ؛ نوله اميردوست محمد خان سره جوړ شول ، داسې يې وښودله ، چې افغانستان يې يوه افغان ته پرېښود. اميردوست محمد په خپلو وعدو له انگليسانو سره ودرېد او پادشاهي يې خلله شوه .

تر دې ، چې سکهان له پېښوره ووتل ، ده انگليسانو ته کتل ، چې هغوى اجازه ورکړي تر يوه ځايه لاړ بېرته جلال آباد ته راغى.

امير دوست محمد دومره وکړل ،چې دامير لقب يې ځان باندې کېښود. داميردوست محمد  هغه  سکه  ليکوال ليدلي وه ،چې پرې ليکلي و:

امير دوست محمد بعزم جنگ وجهاد

ببــــــــــــــست کمــــــر ناصــــــــرش حق باد

بيا يې جنگ وجهاد په نيمه کې پرېښود ، امير شېرعلي  له انگليسانو سره خبرو دپاره هند ته لاړ ، خوانگليسانو څه ورسره ونه منل ، وروسته يې مخ روسانو ته واړاو، له همدې لامله دويمه جگړه شوه ،چې انگليسانو په ميوند کې ماته وخوړه ، د روسانو اقتصادپه شلمې پېړۍ کې وېجاړ شو ، جگړه يې بايلوده همدغو د پښتنو په سيمو کې ،چې اوس امريکايان او ناټو پاتې دي ، روسان هم دلته پاتې و ، دا دى ، چې اقتصادي ستونزو اروپا او امريکا ته مخه وکړه ، د جگړې له لامله دوى هم دپخواني شوروي اتحاد په شان شول ، دامريکا او انگليس  زاړه جنرالان او ديپلوماتان پوهېدل په وار  وار يې خپلو حکومتو ته ليکونه ولېږل . ويل کېدل ، چې بش له زراو  پاڼو يوه پاڼه هم نه وه لوستلې اوس به يې تاوان ملتونه ورکوي دا يوه داسې خبره ده ، چې لارد اکلنډ په نولسمې پېړۍ کې هم کړې وه ،چې د جان ويلر  په کتاب په ١٦٠ مخ کې راغلي دي

د پښتنو وژل  دامريکا لخوا ډېر شوي دي ، داسې  ، چې يوې اونۍ کې څوارلس حملې شوي دي ، لوى افغانستان کې له دې لامله د عامو خلکو خواشيني ډېره شوې او دخلکو کرکه له امريکا او امپريالستانوڅخه  ډېرېږي ، کومه حمله ،چې د وږي په ١٨ د مولوي جلال الدين حقاني  پرکور وشوه ، په هغه کې د ښوونځي زده کوونکي ،  د ښځو په گډون  له شلو ډېر خلک وژل شوي خپله فضليت مآب حقاني دلته نه و ، زامن يې هم نه  ول، څوک پوهېداى شي ،چې امپريالستان دعامو وگړيو له وژلو خوند اخلي يا يې توره بولي؟

کله يې ،چې ټپيان  دميرانشاه روغتون ته ورسول  خلکو وينه ورکوله ، باجوړ کې هم داسې بريد شوى .

د وږي اتلسمه کابل کې داحمدشاه مسعود  دولتي ماتم  وه ، روسيې کې د روسيې جمهوررييس غوره خبرې وې ، چې د فرانسې جمهور رييس ته يې وکړې ، هغوى به تور سمندرگي ته نه راځي ، روسان د چک پوستو نه وځي ، يوه خبره ، چې  روسيې پخه کړې ده ، داوسيتيا او افقازيه  دخپلواکو هېوادوو په توگه پېژندل دي ، امريکې منلې ده ، چې گرجستان سره پوحي مرستې نه کوي .

د حقاني صاحب د کور په نښه کولو کې دوه ښوونکي  مېرمنې هم شهيدانې شوي ، حامد کرزى دآصف زرداي مبارکۍ ته روان دى .

چاودې زړونه زيړې خندنۍ سترگې ، چې ماوليدې

ځـــــکه ته حمزه اوس په خپل څېري گرېوان شرمېږې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *