شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / سلايډ / افغان سوله، راتلونکی، او پر له پسې ناستي

افغان سوله، راتلونکی، او پر له پسې ناستي

لیک:  فضل هادي محمدزی

داسي ګنګوسې دي چي دجنګ اصل لوري چي طالبان او امریکایان دي په روانه اونۍ کي یوځل بیا په قطر کی ناسته لري. که رښتیا دا ناسته وشي د افغانانو او دنیا والو هغه شکونه به په یقین بدل شي. کوم چي دافغان صلحي په هکله یې په امریکا اوطالبانو لرل.
دا ناسته تر نورو ځکه مهمه ده چي داځل به هرومرو امریکایان ترخپل سره خط په شاته تللو ځان اصل هدف ته رسوي چي دځواکونو مصؤن وتل، دخپلو بندیانو تبادله، د تروریزم د مخنیوي ضمانت اخیستل له طالبانو نه، همداراز له تورلیست څخه د طالبانو ایستل او وروسته بیا بین الافغاني سوله او داسي نور….. اوس اټکل دا کیږي که امریکایان دغه شرطونو منلو ته حاضر نه وي نو تیرو ناستو ته پر کتلو یو ځل بیا امریکایانو دا ناسته نه جوړوله.
داچي طالبانو په ابو ظبي مذاکراتو کي خپلي سرې کرښي دهمیش لپاره ورته کښلې وې. او امریکایان بیاهم دمذاکرتو لپاره طالبانو سره ناسته کوي. دا ایجابوي چي امریکا د طالبانو دا غوښتني مني او د خپل جمهور رئیس ټرمپ تیز پر شاتګ ته د وړو پوزه جوړوي.
خو د دې ټولو خبرو ترڅنګ که طالبان ابوظبي مذاکراتو ته ورته په لوړه کچه مشران په دې مذاکراتو کي حاضر نه شول هم د ریښتینې سولي په اړه شکوک اوشبهات لازیاتوي. ځکه چي په ابو ظبي کي دسیاسي غړو تر څنګ دطالبانو د رهبري شوری مهمو غړو او د شیخ هبت الله د خاص دفتر مشر امیرخان متقي چي د طالبانو په منځ کي یو بانفوذه واکدار اوسیاسي شخصیت پاتي شوی او د طالبانو اول امیر بیا دوهم امیر ته یو له ډیرو باوري کسانو شمارل کیده. چي اوس داده شیخ هبت الله او د هغه مرستیالانوت ه هم په خپلو ټولو چارو کي نژدې بلل کیږي. او دحقاني شبکې غړو هم شمولیت درلود. نوموړو په ابوظبي مذاکراتو کي خلیلزاد ته په خلاصو ټکو دخپل مشر او شوری دریځ وړاندي کړی وو.ا و دایې هم ورته واضح کړې وه چي موږ له دغه چوکاټ نه دباندي ستاسو امریکایانو سره نور هیڅ ډول معاملې ته تیار نه یو .
بناءا له افغانستانه دامریکایانو د وتلو اوسولي ته د رسیدلو تر هر وخت زیات چانسونه تر سترګو کیږي. خو دا چي بیا هم دکابل حکومت په زیات اصرار او غوښتنه له امریکایانو او هم له طالبانو نه چي باید ګډون ولري، نه ده دعوت شوی، دکابل اداره یو قسم په مایوسي او انزوا کي واقع کړې. او د کابل حکومت دواړه مشران یې یو په بل د معامله ګري په شک او بدګمانۍ اخته کړي. نو ځکه ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غني د سیمي او منطقې خپل خاص هیوادونو لکه هند ته خپل د امنیت مشاور حمدالله محب ولیږه او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله بیا دپخواني شوروي اتحاد ځیني ممالکو سره په رابطه بوخت ده. او نور سیاسي احزاب هم یاله طالبانو او یا هم په سیمه او داخل دافغانستان کي په نفوذ پراخولو بوخت دي ، تر څو یی سراومال په امان واوسي.
داچي په داسي حالاتو کي او یا هم د خارجي ځواکونو په وتلو سره به دا اداره چي له مخه لا په فساد او دوه سري اخته ده څومره مقاومت وکړي؟
سیاسي او نظامي شنونکي داسي اټکل کوي چي یو ځل بیا په افغانستان د ډاکټر نجیب د حکومت دوره تکراریدونکې ده. خو دا چی طالبان به څومره وکړای شي تر څو خپل تیت او پاشلی قوت د نظام د مهارولو لپاره منظم کړي دا هم د فکر وړ نقطه ده. سیاسي شنونکي وایی چي د طالبانو غورځنګ د دوهم ځل لپاره په کابل کې د خپل اسلامي امارت د قیام لپاره تياری نيسي، او هيڅکله به په واک کې شريکان ونه مني، او ټينګار کوي چې له امريکايي اړخ سره يې مذاکرات بايد په يوه خبره راټول وي، چې هغه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر امن توګه وتل دي او بس..
عرب ليکوال او ژورنالست عبد الباري عطوان او دسیمي اوافغانستان شنونکي داسي اټکل کوي چي ګواکي طالبان یوځل بیا په کابل دحکومت لپاره وزري څنډي او داکار ځکه کولای شي چي اوس هم ۷۰سلنه اراضي تر کنټرول لاندي لري، او هلته یومنظمه حکومت داري لري همداراز د ټولو ولایاتو لپاره په خپل نظم کي له والي بیا ترعام پولیس پوري تشکیلات لري. او اداره یې واحده او شفافیت لري تر داسي اندازې چي حکومتي چارواکي هم خپل قضایي اوعدلي مسائل دطالب مخ ته ایږدي چي شه مثال یې دغزني د والي دمځکي دوسیه وه چي طالبانو احکام کړه ورته. اوپه لوګر کي د ولس مشر اشرف غني د مځکي ټیکس وو چي طالبانو ته یې ورکړ. همداراز تر وار له مخه له سیاسي احزابو سره دطالبانو رابطې او د ولسي وکیلانو سره پټ جوړ جاړی هم هغه څه دي چي دطالبانو دحکومت داري لپاره مهم رول اداکولای شي.
یوه مهمه موضوع چي دملي اردو او روزل شوي پولیسو وه له ډیر وخت ګونګ پاتي کیدو وروسته ایله هغه وخت روښانه شوه چي دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له امریکایي تلویزیون سره په مرکه کی وویل چي موږ هم غواړو چي هغه اردو اوپولیسو ته خپلي دندي وسپارو. اومعاشات ورته اجراکړو کوم چي په نشه یی توکو نه دي روږدي او په رښتیا دوطن په مینه خدمت کوي.
روانو حالاتو او زمیني حقایقو ته پرکتلو داسي بریښي چي دامریکایانو وتل او له طالب نه دتروریزم تضمین اخستل همدا معنی چي راروان افغانستان دطالب په ذمه سپارل کیږي خو دا نه ده معلومه چي طالب به بیا دتیر په څیر طالبیزم رامخته کوي او که افغانیزم؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *