شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / سلايډ / دکابل په رژیم ورګډه وارخطايي اوتزلزل !!

دکابل په رژیم ورګډه وارخطايي اوتزلزل !!

نوري

هسې خو هم د کابل ( امریکايي رژیم ) د واک او چلښت ساحه د کابل او نورو یو لړ ښارونو په هغو دولتي ودانیو او پوځي کمپاینونو کې منحصره اوخلاصه وه چې شاوخوا ترېنه کلک کانګریټي دیوالونه او اوسپنیز حصارونه تاو شوي او له ولس سره یې اړیکې قطع ، حکم او فرمان يې چاته دوه توته ارزښت هم نه لره .

خو چې کله یې بادار ( ټرمپ ) اعلان وکړ ؛ چې د افغانستان جګړې یې نور زړه ورخوړلی، سوونه ملیارده ډالر یې هدر تللي ، ټولې ستراتیژیانې یې هلته دفن شوي او له همدې امله یې طالبانو سره خبرې پیل کړي ترڅو له افغانستان څخه د امریکايی پوځیانو وتلو ته زمینه برابره شي دغو خبرو د کابل رژیم ستنې/پايې چې هسې هم په امریکایي رحم او کرم ولاړې وې سختې لړزولي او په چارواکو یې د وارخطايۍ او ویرې زلزلې ورګډې کړي دي .

د کابل رژیم واکمنو او ډنډورچیانو ډېره هڅه وکړه چې د افغانستان د روانې جګړې په باب د ټرمپ ورستی جدیت او بیزاري په ډیر خندني استدلال ترمیم او څه نرم پوښ ور واغوندي ، چې ګواکې دا یواځي د ټرمپ خبرې او دریځ دی خپله د امریکايي دولت تګلاره او پالیسي دا رنګه نه ده . خو د امریکايي غلامانو په زخمونو هلته مالګې ودوړول شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر ( مایک پینس ) له فاکس نیوز تلویزون سره په خبرو کې له ټرمپ هم څوقدمه وړاندې ولاړ او وې ویل ؛ چې نور له افغانستان څخه د وتلو په لارو چارو غور کوو .

هغوي ته امریکايي ګټې او منافع مهمې دي ؛ نه د نورو هیوادونو د ساتنې لپاره هغه جګړه چې ټول بار او بوج يې د امریکا تر غاړې دی .

د ټرمپ او پینس له خبرو ورسته د امریکايي قواوو لوئ درستیز ( مارک میلي ) هم افغانستان ته سفر وکړ ، له اشرف غني او نورو چارواکو سره یې وکتل د راپورونو له مخې د مارک میلي د سفر هدف او موضوع دا وه ترڅو کابل رژیم ته ووايي چې کار اوجګړه مو نوره خپله ده؛ پنټاګون په دې غور اولټه کې دی چې په څه ډول امریکايي عسکر له افغانستان څخه وباسي !!

یوه بل امریکايي سناتور خو ټرمپ ته دامشوره هم ورکړې چې افغانستان د امریکا لپاره شپږمه ګوته ګرځیدلې او د شپږمې ګوتې علاج دا دی چې پرې شي او ځان تري خلاص کړل شي .

که څه هم امریکایان په ظاهره وايي چې د کابل ادارې ملاتړ ته به دوام ورکړي او د سولې په پروسه کې به هم ادارې ته په درنه سترګه وګوري؛ خو حقایق او واقعیتونه ډیر ښکاره او برالا دي .

په هره بیه چې وي؛ امریکایان له افغانستان څخه پښې سپکول غواړي او د ټرمپ په خبره د افغانستان جګړې له پخواني شوروي اتحاد څخه روسیه او یو دیوالیه هیواد جوړ کړ . امریکایان خپل همدغه حشر په سترګو ګوري نو خپل نجات او پرده په دې کې ویني چې هر څومره ژر کیدلای شي د افغانستان له جنګ او بحران څخه ځان خلاص کړي دا چې ددوي له وتلو وروسته به د کابل رژیم او غلامانو برخلیک څه وي او څو ورځې به دوام کوي . داخبره اوحالت امریکایانو ته کوم ارزښت او اهمیت نلري .

همدغه لامل دی چې د کابل رژیم چارواکو ، غلو او هغو داړه مارانو چې د تیرې ۱۸ کلنې جګړې په اوږدو کې یې بې خرته او بې حسابه ډالر ووهل دوبۍ، هندوستان او یا غربي هیوادونو ته د تیښتې او د ډالرو د انتقالولو په حالت کې دي ؛ ځکه وار له مخې اشرف غني ویلي او د کابل ادارې دارو دسته ټوله په دې باوري ده چې که امریکا له دوي څخه لاس واخلي اوعسکر یې ووزي نو د یوې اونۍ د تمېدو او مقاومت ځواک اوحوصله هم په اختیار کې نلري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *