شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / سلايډ / ټرمپ، او د کال وروستی پیغام يې …!!

ټرمپ، او د کال وروستی پیغام يې …!!

نوري

داسي ښکاري چې ډونالډ ټرمپ، به د امریکا لپاره د نوي امریکایي ګورباچوپ بڼه غوره کړي. ګورباچوپ د تزاري استعماري روسیې وروستی واکمن و چې خپلي شکست خورده سرې لښکري یې له مزید هلاکت او تباهي څخه وژغورلي، په افغانستان کې له بدتریني ماتي وروسته یې لومړی له همدې مستعمره هیواد افغانستان او بیا د منځنۍ آسیا له نورو سیمو څخه هم خپلې لښکري ورټولي کړي، او د تل لپاره یې د روس له مغزو د افغانستان د اشغال او استعمار فکر و څانډه.
د ټرمپ وروستي حرکات هم دغسي بریښي چې نور د خپل شکست خورده پوځ د راټولولو او خپل هیواد ته د ورستنولو په فکر کې دی.
د یرغلګرې امریکا ټولواک ډونالډ ټرمپ پرون په خپل یوه ټویټ کې چې د کال وروستی ټویټ یې ګڼل کیدای شي؛ وویل « زه به هغه څه کوم چې د کمپاین پرمهال مې یې ژمنه کړې وه» د نوموړي اشاره د خپلو هغو جګړه مارو را ټولولو ته وه چې په شام او افغانستان کې په بې هدفه او پرمصرفه جګړو بوخت دي.
ټرمپ چې په اړه یې ویل کیږي ٣٤٠٠ ټویټونه یې په تیر کال کې کړي؛ وروستی هغه یې همدا وو چې ښایې د امریکا د ګوډاګیانو لپاره د خطر تر ټولو بد زیګنال وي، ځکه چې دوی خو د امریکا په غلامۍ پوري د خپل مرګ او ژوند، فنا او بقا ټولې هیلې تړلې وي. ځانونه له ملتونو سره تړلي نه ګڼي او نه یې ملتونه خپل خلک ګڼي.
ټرمپ وویل : («ما د کمپاین پر مهال له خپلو خلکو سره ژمنه کړې وه چې له سوریې او نورو هیوادونو څخه به خپل عسکر راباسم، خو دروغجنه میډیا او ناکامه جنرالان چې تر دې وړاندې هیڅ لاسته راوړنه نه لري؛ زما په خلاف شکایتونه کوي، خو زه به هغه څه کوم چې ویلي مې دي»)
که څه هم ټرمپ پخپله دوه کلنه دوره کې، ډېر ناندریز اعلانونه ټویټ کړي؛ لکه د افغانستان لپاره نوې جنګې ستراتیژي، د مور بم کارول، خپلو جنرالانو ته د وحشت پریمانه اختیارات ورکول، د عسکرو اضافه کول، په شپږو میاشتو کې د افغان جګړې ګټل، او طالبان په زور د ګوډاګۍ ادارې سره خبرو ته تسلیمول، او داسې نور … اعلانات، چې دا هرڅه یې د نوې جنګې ستراتیژۍ بندونه هم ګڼل کیدل؛ خو د کال دغه وروستی هغه یې هیښوونکی نه بلل کیږي، ځکه چې د ټرمپ په وینا د دې کار لپاره یې لا له وړاندي امادګي نیولي او له امریکایی ولس سره یې د خپل کمپاین پرمهال ژمنه کړي وه، دا چې هغه د خپل دوه کلن ماموریت پرمهال د جګړه مارو جنرالانو لخوا تېر ایستل شوی وو، اوس یې بیرته خپلي مخکني تګلاري ته مخه کړي ښکاري.
اسلامي امارت په لومړي سر کې هم د پرلپسي سرخلاصو لیکونو له لاري هم د ټرمپ او هم د امریکایی ولس د پوهولو کوښښ کړی و؛ خو څرنګه چې ټرمپ د خپلو ناکامو جګړه مارو جنرالانو تر اغیز لاندې راغی او د دوی په خوله یې د جګړې د غزولو او له اسلامي امارت سره د خبرو نه کولو پریکړه ټویټر ته ورکړه؛ همدا لامل دی چې نن ټرمپ د سرپه سترګو د خپلو لښکرو د ماتي ننداره په نژدې راتلونکي کې احساس کړي. نو بیرته خپل اصلي دریځ ته ورګرځیدلی او د جنرالانو او ګوډاګیانو غوښتني یې د امریکا په تاوان ګڼلي. ځکه یې د 2018م کال د وروستي ټویټ له لاري د خپلو ځواکونو د ایستلو هوډ بیا څرګند کړ. او د هغو کسانو خبره یې په کلکه رد کړی چې د نوموړي دغه دریځ ناسم ګڼي.
د عسکرو د ورټولولو تر اعلان وړاندي یې په څرګندو ټکو خپلي ادارې ته لارښوونه وکړه چې له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته ګونډه ماته کړئ او د ناکامې جګړې د غزولو پرځای د تفاهم له لاري له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو د را ایستلو لاره پیدا کړئ. چې دا کار یې همد د امریکا او زموږ افغانان په ګټه دی.

پای …………..!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *