چهارشنبه , 20 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / مَرْحَباً بِالرّاکِبِ المُهَاجِر : صرف مجاهدین دې ولولي

مَرْحَباً بِالرّاکِبِ المُهَاجِر : صرف مجاهدین دې ولولي

بدر ځلاند

په ترمذي شریف کې د عکرمة ابن ابوجهل څخه روایت ده هغه فرمایي، کله چې ما اسلام راوړو او زه مدینې منورې ته راغلم نو چې نبي صلی الله علیه وسلم زه ولیدم راته یې وویل، مرحبا بالراکب المهاجر یعني هرکلي دي وي هغه راکب مهاجر ته چې په اس سپور راغلو

عکرمه رضی الله عنه د اسلام د ستر دښمن ابوجهل زوی وو

نوموړی له اسلام راوړلو څخه مخکې له مسلمانانو سره سخت ضد لاره او د اسلام په مقابله کې له سختو جنګیدونکو کسانو څخه شمیرل کیده
خو کله یې چې اسلام راوړو او نبي علیه السلام ته ورغلو نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته زړه نازړه نشو او نه یې دا فکر وکړو چې دا خو د مسلمانانو غټ دښمن وو او یا د اسلام د بدترین دښمن ابوجهل زوی ده

بلکه په خوشحالي سره یې غږ پرې وکړو چې مرحبا بالراکب المهاجر ،

وروسته حضرت عکرمه رضی الله تعالی عنه د اسلام یو غټ شاهسوار جوړ شو او په ډیرو جنګونو کې یې د اسلام د مبارک دین په دفاع کې خپله میړانه ښکاره کړې ده

نبي علیه السلام صحابه ؤ ته وویل چې ګورۍ د عکرمة تر مخ به ابوجهل نه یادوی هسې نه چې د عکرمة رض زړه ته څه ونه رسیږي

نو اوس هم چې کله الله جل جلاله اسلام او حق ته بری ورکړو او زمونږ ستاسو وینې او قرباني یې قبولې کړې او د نړۍ کفارو ته یې زمونږ ستاسو په تشو لاسونو شکست ورکړو باید ددې سترې خوشحالي شکر اداء کړو
مونږ تاسو باید دا ستره سوبه د خپلو ځانونو قهرماني ونه بولو صرف الهي نصرت یې وبولو او د خپلو قربانیو د قبلیدو لپاره الله جل جلاله ته زارۍ وکړو

مونږ او تاسو د سر په سترګو ولیدل چې د روسي ښکیلاک ماتونکي څومره قهرمانان له ډیرو ستړیاوو او قربانیو وروسته خدای جل جلاله ذلیله کړل

دا ځکه چې هغوی په هر کار کې خپلې سینې ډبولې او دا خبره ترې هیره وه چې فتحه او نصرت او کامیابي صرف د الله جل جلاله له طرفه ده

هغو پر ځای ددې چې له فتحې وروسته د خپلو شهیدانو ارمانونو ته متوجه شي او د یو شرعي نظام په جوړولو فکر وکړي ،لار یې خطا کړه او په خپل منځ کې د انانیت په مرض مبتلا شول او اخر انجام یې مونږ تاسو ولیدو چې یو په بل پسې الله جل جلاله داسې ګمراه کړل چې ټول د کفر په صفوفو کې په ډیر افتخار سره ودریدل
نعوذ بالله من ذالک،

اوس هم چې الله جل جلاله بیا یو بل مغرور کافر زمونږ ستاسو په کمزورو لاسونو او ناکاره وسلو د شکست تر درشله ورساوو باید اوس مونږ د خپل شریعت مطابق او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت موافق هغه څه تر سره کړو کوم چې زمونږ ستاسو پیغمبر صلی الله علیه وسلم د کفارو د مسلمانیدو او یا د سیمو د فتحه کیدو وروسته تر سره کړي دي

افغان عسکر افغانان او مسلمان دي او له دې وروسته به هم مسلمان وي خو د کم علمي او جهل له امله وغولیدل او د کفارو ملګرتیا یې وکړه
اوس چې دوی له خپلو ناوړه کړنو لاس اخلي او توبه وباسي زمونږ ستاسو صفوفو ته رازي باید هرکلی یې وکړو
باید د تیر عمل پیغور او طعنې ورنکړو
باید دا فکر ونکړو چې مونږ ښه او تکړه خلک یو چې د کافرو سره مو مرسته نه ده کړې او دوی ذلیله دي ځکه د کافرو سره یې مرسته کړې

په اسلام کې په خپل عمل له غرور څخه منعه راغلې ده باید مونږ تاسو شکر اوباسو چې د کفارو له ملګرتیا الله جل جلاله نجات راکړو او د مجاهدینو صف ته یې هدایت کړو

که دغو عسکرو زمونږ زرګونه مجاهدین شهیدان کړي یا یې زرګونه افغانان شهیدان کړي مونږ تاسو هم په زرګونو ددوی ملګري وژلي دي په زرګونو مو زخمیان کړي دي او بلاخر مو دوی د شکست تر ګړنګ پورې رسولي دي ،

باید مونږ تاسو دا ونه وایو چې دا خلک سبا بیا د کفر ترڅنګ دریږي، ځکه چې اینده زمونږ او ستاسو او ددوی د الله جل جلاله په لاس کې ده مونږ ددوی له زړونو نه یو خبر چې دوی ریښتوني دي که دروغژن دي
خو که سبا بیا دوی د کفر په خواکې ودریدل او د کفارو ملاتړ یې وکړو نو بیا به هغه وخت زمونږ ستاسو لیزري ټوپک او بوشکې وي او دوی به وي

که مونږ دا فکر وکړو چې دوی د کفارو ملګرتیا کړې ده باید ټول ووژل شي نو اکثره افغان ولس یا د ناپوهي، او یا د ډار له امله ځانونه غلي کړي یا یې ددوی ملاتړ کړی وو نو ټول افغانان خو کافر یا واجب القتل نه دي

اسلامپال مبارزین باید داسې لیکنې ونکړي چې ددوی د لیکنو له امله یو عسکر په غیرت کې راشي او له تسلیمي څخه د جهل او باطلې لارې مرګ غوره کړي او خسرالدونیا والاخرة شي

نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي چا چې یو انسان ته په یوه ګناه پیغور ورکړو تر مرګ مخکې به یې الله جل جلاله په هغه ګناه مبتلا کړي نو باید له پیغور او مایوسه کونکو لیکنو او طعنو تیر شو او د خیر او صلاح کوشش وکړو

لکه څنګه چې نبي علیه السلام عکرمة ابن ابوجهل ته په ورین تندي او خوشحالي سره مرحبا وویله او دا یې ونه ویل چې دا د ابوجهل لعین زوی ده، نو مونږ هم باید هغو کسانو ته چې د کفارو له صف څخه راجلا کیږي او په خپلو کړو پښیمانه کیږي مرحبا ووایو او له پیغورونو تیر شو
کنه هسې نه خدای نخواسته چې الله جل جلاله مو بیا امتحان کړي او د نیک عمل توفیق راڅخه لرې کړي لکه له دغو عسکرو یې چې دا اتلس کاله د خیر توفیق اخیستی وو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *