شنبه , 19 جنوري 2019
کورپاڼه / سلايډ / تورماښام

تورماښام

س، سیرت
دغه تورماښام کې سهارونه د پښو لاندې شول
دجدي په شپږمه سرحدونه د پښو لاندی شول
د سرو پـوځو لـخوانه ترکابـله یـوه شپـه کې
مزار غوندې پراخه لوی دښتونه دپښو لاندې شول
د توپواوټاکونوسرې لمبی اسمان ته پوته شوې
دشمری خبره نه وه ډیر سرونه دپښو لاندې شول
په خوب ویده پراته وو ناخبره له خپل ځانه
نرګس غوندې واړه واړه ګلونه دپښو لاندې شول
هغو چې د سهار په نېت ېې خپله لار نیولې وه
په تور ماښام ېې واړه امیدونه دپښو لاندې شول
یوکورکلی خو نه ؤ چې حساب ېې چانیولای وای
کورونه کنډواله شول ډیر ښارونه دپښو لانې شول
دا شکــردی سیـرته چـې د ګـرمو اوبـو پـورې
د سرو روسانه زړو کې ارمانونه دپښو لاندې شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *