سه شنبه , 19 مارچ 2019

غزل

س،سیرت
ستا په هجرمې امید د وصال وکړ
هم منت مې د عروج او زوال وکړ
مئېن زړه مې ستا د وریځو په محراب کې
عبادت ښکلې دا ستا د شنه خال وکړ
روح مې ستاسره د مینې په الوت کې
اسمـانو تـه د خـتو پــر بـال وکــړ
په خپل دربه مې قبوله خدای دعا کړي
ستا د وصل مې په نیمه شپه سوال وکړ
ستا وعده وه سمه پرخه وه بیا نه وه ‏
انتظار مې په غرموکې د کال وکړ
ښکلی ما په تصورکې هم ښکل نه کړې
دا مې فـکر د ګنـاه او وبــال وکــړ
سیرت مړنه دی خو غږبه شي چې مړشو
ما تپوس ېې نن د حال او احوال وکړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *