یکشنبه , 22 اکتوبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / افغانستان بيا په اسلامي پير کې
qudratullah hadad new image

افغانستان بيا په اسلامي پير کې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
افغانستان بيا په اسلامي پير کې ، ساکان ، صفاريان ، غزنويان ،غوريان هوتک او ابداليان و څو چې انگليسان له يوې خوا او روسان له بلې خوا راغلل لوبه بله شوه ، چې تر اوسه هماغه ده . تاريخ په يوې فلسفې او يو مدنيت ولاړېږي. چې پخوا تېر شوى. پښتون دې هرې خواته نه گوري خپل تاريخ او مشرانو ته دې وگوري. په هرتوگه چې وه . د کمونستي امپراتوري له افغانستان نه ووهله شوه ، د ديموکراسي امپراتوري به همغسې شي بيا چا سره پښتو شته چا سره نشته همدا چې خوله يې ډکه وي بس يې دى نو رخه نه غواړي. کرزي که بوش ته په ننواتو نه شي چې د ايران په برخه کښې يې ولې هسې ويلي ؟ د بوش او کرزي سره نه جوړېږي،بش دانه شي منلى چې د کرزي عقل دومره وي چې دده په خوښه پوه نه شي. اوس په افغانستان ، پاکستان ، عراق او فلسطين کښې د لويديځ ښکېلاک او د مسلمانانو جگړه روانه ده ، دغو مسلمانانو ته القاعده ، طالبان او تروريست وايي او ځانله د ازادۍ ، عدالت او نېک مرغۍ پرښتې. دوى چې څوک ووژني ثواب او صواب دى هغوى که دا وکړي وبالمن وي. ښه انصاف دى ښه عدالت چې يوه وينه دوه رنگه لري ، دا لا دومره عجبه نه ده خپل پښتون خپل مسلمان، خپل هېوادوال هم هغوى سره يو ځاى مستي کوي خداى خوار کړى خوشحال دى ، رحمان بابا لا وړاندې ويلي ، مونږ چې يوه پلا دده کلام زده کړى دى بيا نه دى هېر شوى ، دا څه بلاوې دي چې په هېڅ نه دي پوه . يو ځل بيا به هغه زړه وينا د بابا ووايو چې ثواب دى ، وبال نه دى . چې مدام د بل وعيب ته نظر کړې@ خداى له خپله عېبه ولې ناخبر کړې@ که يو جودانه عيب ويني په بل کې@ هغه يو جودانه عيب به يې لوى غرکړې@ که دې خپل گناه لويه لکه غر وي@ په حيله حيله به غر د مچ وزر کړې@ که څوک تله د انصاف درته په لاس کا@ خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې@ تو لعنت دې په داهسې منصفي شه@ چې له حقه وباطل و ته گذر کړې@ خداى و تاته د ملايکو مقام در کړ@ ته دا خپل صورت په خپله گاو خر کړې@ وبدخواه و ته څوک نصيحت نه کا@ رحمان ستا په غم شريک دى که باور کړې@ که خپله پښتونواله درسره واى بيا څه کېدل ؟ لکه آزادشاه او سرخانې به مو په آذربايجان او داغستان کښې پادشاهي کوله هر کولس او آرمن شاه به درسره و ، او ويل به مو د مړېنيو ملت بېل دى . بيا دادى حمزه بابا وايي زما فکر نه و. که رحمان دى که خوشحال او حمزه او تر بي بي زينبې …. پښتون يوه ليکه دى او ځيني ډانگيان دي. زما فکر نه و@ خودبينه هوډ به مې لا خام و زما فکر نه و@ درته چې ما کړى سلام و زما فکر نه و@ ليوني زړه ته مې د هوش په لمبه غوږ نه نيوه@ هر يو کلام يې يو الهام و زما فکر نه و@ زه يې محفل ته د اغيار په خوله بللى ومه@ دا نوى رنگ د انتقام و زما فکر نه و@ اى د پنځم اسمان بهرامه مشه سور له عفې@ په پښتونخوا کښې هم بهرام و زما فکر نه و@ پښتونخوا کښې بهرام شته څوک يې نه ويني د لويديځ ژبه ، پېسې وسلې دي ، وږي او بې سواده خلک ورسره

One comment

  1. رښتیا هم ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد)) یو په تاریخ پوه شخصیت وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *