سه شنبه , 19 مارچ 2019
کورپاڼه / سلايډ / ساختلې سلګۍ

ساختلې سلګۍ

س، سيرت
په کــورونو، جوماتــونو بمـبارۍ شوې
بې مهاره شوه وراني ځکه ورانۍ شوې
ارمانونو ئې ساوې ورکړې په ډولۍ کې
شهيدان مــو ناوکيان او ناوکــۍ شــوې
عــزرائيله! شــميــرېې څـومره راتـه وايه ‏
خاورې خاورې د ځوانانو مو ځوانۍ شوې
د غربي تهــذيب کلـتور ترسـيورې لانـدې
ورکې ورکې مو نـتکۍ هم مو پګړۍ شوې
د الــهــام د پرښــــتو ســـوي وزرونــــه
لــه شاعره هــم غــزلې نيــمکۍ شــوې
په تنــکو تنــکو ارواؤ قتــلولــو
ساخلې ساختلې مې سلګۍ شوې
خپل خيلونه خپلې وينې مو سيرته ‏
د پرديو په لمسون رانه پردۍ شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *