یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / روسيې د افغان سولې په اړه؛د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ته رايه نه ده ورکړې

روسيې د افغان سولې په اړه؛د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ته رايه نه ده ورکړې

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دغه سازمان کې د افغانستان په اړه کلنۍ ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره خپل دوامداره ملاتړ ، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې د افغان حکومت له مبارزې ملاتړ وکړ.
سرچینه کاږي، د غونډې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه وښوده او له افغان حکومت سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
ملګرو ملتونو ويلي، د افغانستان د ملاتړ په اړه رايه اچونه هم وشوه چې ١٢٤ هېوادونو مثبته او درېيو هېوادونو ممتنع رايه وکاروله،
خو روسيې، ليبيا او زمبابوې د افغانستان د ملاتړ په موخه وړاندې شوي پرېکړه ليک ته مثبته رايه ورنه کړه.
په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي نيوکه وکړه چې په دغه پرېکړه ليک کې د روسيې اندېښنو ته پاملرنه نه ده شوې، ځکه يې په ملاتړ رايه ور نه کړه.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ځينې هېوادونه تورن کړي چې په افغانستان کې لاسوهنې کوي چې له امله يې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *