یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د خيال ژوندي خيالونه

د خيال ژوندي خيالونه

ليک: امان الله  نصرت

(يو ليک يوه يادونه)

افسانه له افسون څخه اخيستل شوې چې معنا ېې جادو او سحر دی همدا لامل دی چې هر افسانه ليکونکی هڅه کوي خپله کيسه په داسې انداز وليکي چې په لوستونکي ژور تاثير وکړي او هغه د خپلو خبرو له قوي اغيز او سيوري لاندې راولي۰

افسانه د پخوانيو فرهنګونو له مخې د زړو او تېرو وختونو کيسو ته ويل کېږي يا په بل عبارت افسانه د خلکو په عامه ژبه کې هغه دوديزې کېسې دي چې د لوستونکو د پام اړولو ، متاثرولو او سرګرميو لپاره پکې خيالي او فرضي يا مجازي پېښو ته ځای ورکړ شوی وي او هغوی پرې د حقيقت تر بريده ګومان او باور وکړي ۰

په افسانه کې فرضي يا مجازي کيسو ته چې حقيقت ونه لري ژبه خوندونه او رنګونه ورکول کيږي او يا هم ځينې واقعي او رښتينې پېښې او سرګذشت د فرضي او افسانوي کيسو په بڼه د لوستونکو د تفريح او بوختيا لپاره ځانګړې او ليکل کېږي۰

پښتو افسانه زمونږ د فولکلور يوه ستره، بډايه او ارزښتمنه او د پام وړ برخه ده چې د چاپېريال بېلابېلې فرهنګي، ديني، ټولنيزې، روماني، حماسي او اخلاقي برخې پکې خوندي او ژوندۍ ساتل کېږي او د يوې فولکلوريکې شتمنۍ او پانګې په توګه ورته په خپله غېږ کې ځای ورکوي۰ افسانه د ټولنې وګړو ته د پيغام رسولو، عامه پوهاوي او اخلافي او ټولنيزو ښېګڼو د درس ورکولو غوره او اسانه لار ده چې د ښو او ګټورو بدلونونو لامل کېږي او د ټولنې د اصلاح او خير ښېګڼې مثبته ګټه ترې اخيسل کېدای شي۰

اوس به راشو د ښاغلي خيال د افسانو دې کتاب ته چې د چاپ په ګاڼه پسولل شوی اوستاسو په لاسونو کې دی، له خيال صاحب سره زما د پېژندګلويۍ ډير لږوخت کېږي او هغه هم څه موده مخکې مو د منګل په کتاب کور کې سره وليدل۰

د ښاغلي خيال افسانې مې ولوستلې او ډير خوند مې ترې واخيست، د خيال په افسانو کې دده د لوړو خيالونو او ژورو فکرونو څرکونه له ورايه تر سترګو کېږي۰

ليکوال هڅه کړې چې په ډېره ځيرکتيا او ماهرانه انداز خپله فرضي او خيالي کيسه او واقعه د لوستونکي ذهن ته وردننه کړي او د هغه په فکر د خپل خيال د اغيز ښاپېرۍ ورکښېنوي۰

د خيال صاحب د افسانو کمال په دې کې دی چې لوستونکی مجبوروي چې تر پايه ېې بدرګه کړي او په لوستلو ېې د ستړيا او بوج احساس ونه کړي۰

د ښاغلي خيال د افسانو کتاب د پښتو د فولکلوريک ادب د بډاينې يوه ارزښتمنه هڅه ده چې سترګې ترې نه شي پټيدلای۰

نور نو تاسو درانه لوستونکي به د ښاغلي خيال خيالي افسانې خپله ولولۍ او په اړه ېې قضاوت او پرېکړه تاسو ته پرېږدم۰

زه قدرمن خيال صاحب ته ددغه ارزښتناک کتاب د چاپ مبارکي وايم او تمه لرم چې په راتلونکي کې هم ګران خيال د تېر په څېر خپلې مورنۍ ژبې او پښتو ادب لپاره تلپاتې او د قدر وړ خدمتونه وکړي تر څو دا ژبه د نړۍ د نورو ژبو سياله او د پرمختګ لوړو پوړيو او ګلاليو پړاوونو ته ورسېږي۰

بس همدومره

۷، ډسمبر ۲۰۱۸ پېښور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *