یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ايران:امريکا داعش افغانستان ته لیږدوي

ايران:امريکا داعش افغانستان ته لیږدوي

د ایران د پارلمان رییس علي لاریجاني پر امريکا تورر پورې کړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي او د اسیا بې ثباته کولو په هڅه کې ده

علي لاریجاني دا خبرې يوې غونډې ته  د خبرو پر مهال وکړې او زياته يې کړه  چې امریکا هڅه کوي د منځنۍ اسیا بې ثباته کولو په موخه د داعش وسله وال له سوریې او عراق څخه  افغانستان ته ولېږدوي او د هغه په خبره دا پروسه له تېر کال راهیسې روانه ده.

لاریجاني له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر سیمه ايزه  همکارۍ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ایران، ترکیه، روسیه، چین او پاکستان باید افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدي ګامونه پورته کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *