یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / طالبان ولې افغان حکومت سره خبرې نه کوي؟

طالبان ولې افغان حکومت سره خبرې نه کوي؟

ليکوال: سیف کاکړ
د شکایتو کمیسیون د لوری د رائی د باطلیدو اعلان او بیرته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د لوری د رائی د نه باطلیدو اعلان او یو د بل په ضد د دوی د خبرو لهجه او د الفاظو د استعمال نه د افغانستان د اوسنی حکومت سیاسی اوضاع ښه معلومیږی .
خبره د شکایتو کمیسیون او دټاکنو د خپلواک کمیسیون نه ده ، بلکی خبره د ارګ او اجرائیه ریاست ده، خبره د دوو معالفو دشمنانو ده ،خبره د دوو متقابل لورو ده ، په تقسیماتو کی د شکایاتو کمیسیون اجرائیه ریاست ته رسیدلی دی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ارګ ته رسیدلی دی ، اجرائیه ریاست چی کوم کاندیدان غواړی کامیاب کړی هغه ارګ نه منی او ارګ چی کوم کاندیدان غواړی کامیاب کړی هغه ارګ نه منی ،
خلک په دومره چاودنو او سختو حالاتو کی راووتل او رایه یی ورکړه خو د شکایتونو کمیسیون بس صرف په څو دقیقو وینا کی هغه لغوه اعلان کړل ، چی څوک د رایه ورکولو په نیت راوتلی او ووژل شو اوس به لوی خدای ج ته حساب ورکړی ، لوی خدای ج به تری پوښتنه وکړی چی ته ولی داسی خلکو ته د رایه ورکولو لپاره راوتلی وی چی هغوی د وضعی قانون حفاظت کوی او وضعی قانون عملی کول غواړی په داسی حال هماغه کسان د الهی قوانینو څخه ډاریږی او د الهی قوانینو عملی کول نه غواړی ؟
نو یو داسی حکومت سره طالبان څنګه خبری وکړی چی یو ریاست دوه برخی سره موافقی نه دی ، یو یی رایی باطلی اعلانوی او سخته لهجه استعمالوی او بل یی وایی چی رایی صحیح دی . او هماغوی هم سخته لهمجه استعمالوی ، او په داسی حال کی چی دواړه وایی چی دوی د اساس قانون په مطابق فیصله کړی ، نو حکومت خپل اساسی قانون په یو کمیسیون نشی عملی کولی او ورته واضح هم نه دی نو بیا به طالب سره څنګه د اساسی قانون په رڼا کی بحث وکړی ،
۲-حکومت یو هزاره بدمعاش د علی پور په نوم ونیو او دری ورځی یی محبس کی ونشو ساتلی او بیرته یی د ډاره خوشی کړ ، د علی پور په مسئله کی د ملی امنیت ریاست ( معصوم ستانکزی) او د ارګ د دوهم مرستیال سرور دانش اختلافات په دی موضوع کی له ورایه ښکاره کیده ، نو اوس حکومت چی د یو غل او رهزن بدمعاش په نیولو کی سره مؤافق نه دی نو هغه به د طالب سره په خبرو کی څنګه سره مؤافق وی .
۳-د ارګ سره په دری کیلومتری کی د شهرنو په مشهور ښار کی حکومت ایله په دوو ورځو کی وتوانید یو عادی کس د تمیم په نوم پس د ډیرو زاریو او د فهیم د زوی په منځګړیتوب ونیسی ، پوره یو ورځ ټول مؤسسات رخصت وو نو ایا ارګ د دی وس لری چی طالب غوندی لوی سیاسی او مخالف ګروپ سره خبری وکړی او بیا یی عملی کړی ؟ د تمیم د نیولو نه یوه بله موضوع هم ښکاره کیږی چی ارګ د عادی د یو کس د نیولو وس نه لری نو بیا چیغی وهی چی طالب ته ماته ورکووم او طلبان به ختمووم اوس نوایا دا د خندا خبره نه ده ؟
۴-قومندان نویدک یو عادی لوچک او غل یی پس د څو ورځو سخت جنګ او مقابلی سره ونیو او خدای خبر چی څومره به یی ورته په مخابری زاری ورته کړی وی چی ځان په لاس راکړی چی په شرمونو وشرمیدو او خدای خبر چی کوم پټی معاملی به یی د قومندان نویدک سره کړی لکه عطانور سره چی یی وکړی او هغه به بیا ځان په لاس ورکړی وی .
دا د حکومت حالت دی نو بیا د داسی بی واکه ، غریب ، بی چاره حکومت سره حکومت څنګه خبری وکړی ؟
په داسی حال کی چی د حکومت دوه کسان جدا جدا طیارو کی د جینوا غونډی ته ځی او په یوه طیاره سره مؤافقی ته نه رسیږی نو حکومت به څنګه د طالبانو په اړه مؤافقی ته ورسیږی ؟؟؟؟
تاسو ته په لوی رب ج قسم درکووم او غلطول به نه کوو چی تاسو د امریکا د سفارت کوم بیان واوری او د ارګ کوم بیان واوری نو تاسو کوم بیان زیات د اعتبار وړ ګڼی او کوم بیان داسی ګڼی چی دا به عملی کیږی او دا بیان به نه بدلیږی ؟ ساده جواب یی دی د امریکا د سفارت بیان.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *