یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / زلمي خلیلزاد روسي چارواکو سره ليدلي  

زلمي خلیلزاد روسي چارواکو سره ليدلي  

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  په مسکو کې له روسي چارواکو سره ليدلي دي

تاس خبري اژانس د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت او په مسکو کې د امریکا د سفارت په حواله ویلي دي چې خلیلزاد او د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایګور مارګلوف او د افغانستان لپاره د روسيې ځانکړي استازي ضمیر کابلوف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مستقیمو خبرو پر موضوع خبرې وکړې.

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې مسکو په دې باور دی چې د افغانستان جګړه یوازې سوله ییز حل لري او ډیپلوماتیک حل هم د روسيي او هم د سیمې په ګټه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *