یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / دامريکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده په ملګرو ملتونو کې دامريکا استازې ټاکل شوې

دامريکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده په ملګرو ملتونو کې دامريکا استازې ټاکل شوې

ولسمشر ټرمپ  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده هدر ناوئرټ په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې وټاکله.

ډونالد ټرمپ دا خبره پرون له واشنګټن څخه  کنساس ښار ته له روانېدو مخکې وکړه

۴۸ کلنه هدر ناوئرټ به چې د ای بي سي او فاکس نیوز ټلویزیوني شبکو خبریاله پاتې شوې ده، په ملګرو ملتونو کې د نیکي هیلي ځای ناستې شي.

نیکي هیلي په تېره اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې د روان ۲۰۱۸ کال تر پای به خپله دنده پای ته ورسوي.

هدر ناوئرټ په ۲۰۱۷ کال د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې په توګه وټاکل شوه او هم پروسږکال د ډیپلوماسۍ او عامه چارو لپاره د بهرینو چارو د وزارت مرستیاله شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *