یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په افغانستان کې ټولپوښتنې ته اړتيا ده!

په افغانستان کې ټولپوښتنې ته اړتيا ده!

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د ٢٠٠٨ ع کال د اگست پر ١٢ او د ١٣٨٧ د زمري پر ٢٢ د ملگروملتونو ځانگړي استازي (کاى ريدي) د افغانستان په پلازمينې کابل کښې يوې غونډې ته، چې د سولې د تامين لپاره جوړه شوې وه، وويل: دى هيله من دى، چې ټولې ښکېلې خواوې د ملگرو ملتونو د موسيسې غوښتنې ته پاملرنه وکړي، چې د امن د ټينگولو لپاره لږ تر لږه تر هغې پورې، چې د نړيوالې سولې ورځ رارسيږي اجازه ورکړي، چې بشري مرستې هغو سيمو ته ورسيږي، چې مرستو ته اړ دي. په ښه توگه سر ته ورسيږي، ښاغلى ايدي وويل: د دغې غوښتنې مخ او موخه ټولو افغانانو او بهرنيو ته اوړي او له ټولو غواړم، چې دې ورځې ته درناوى وکړي. ده زياته کړه، چې دا به د هيچا په گټه نه وي او په هيڅ دين کښې جواز نه لري، چې د هغومرستو مخه ونيسي، چې انسانان د مرگ له خطره ژغوري.
د ملگرو ملتونو استازى په افغانستان کې وايي په دې برخه کښې د ټولو هېوادونو پاملرنه او هڅه اړينه ده.
په يوه بل خبر کښې راغلي، چې دواړو خواوو دا منلې په دې شرط چې پر دوى بريد ونه شي. که بريدوشي دوى به يې دفاع وکړي.
طالبانو هر مهال سوله غوښتې ده. کله، چې په لومړي سر کښې راغلل لومړى به يې د سولې خبرې کولې. اوس يې هم سوله منلې ده.
دين،ناموس،خپلواکي او ټولپوښتنه
که څوک سوله غواړي؛ نو په افغانستان کښې ټول پوښتنه د حل لار ده.
د امريکا ولسمشر بش په ٢٠٠١ کال کښې يوه خبره کړې وه، چې يا اسامه بن لادن راوسپارئ يا به بريد کوم. اميرالمومنين ملا عمر مجاهد مدارک اوشواهد وغوښتل بش وويل: شواهد او مدارک مې نورو هېوادونو ته ليږلي او دوى ته مې؛ ځکه نه دي ليږلي، چې دوى پرې نه پوهيږي. دا يوه جمله ده، چې قانوني او اصولي بڼه او منطق نه لري.
هر څوک دې له ځان سره فکر وکړي، چې د ٢٠٠١ع کال دسپتمبر د يولسمې او د اکتوبر د اوومې تر منځ مهال اته ويشت ورځې وې. کوم تحقيقات او څېړنې په اته ويشتو ورځو کښې سر ته رسيدى شي؟ يو فرد، چې فردي جرم وکړي، په دومره لږ وخت کښې نه شي څرگنديداى. له دې ښکاري، چې دوى بريد غوښته او هغه يې چټک وکړ.
اوس بايد ټوله نړۍ د ملگرو ملتونو له لارې په دې برخه کښې خپل مسووليت ترسره کړي،هغوى دې اوس، چې اته کاله اوښتي نه يوازې ميليون افغانان ووژل شول، بلکې هر څه يې له لاسه ووتل. دا که هر څه ول د دوى زړونه بويه ساړه شوي وي دا يې وخت دى، چې ملت وپوښتل شي، چې څه غواړي؟! د تاريخ له مخې افغانانو تل دين،ناموس او خپلواکي غوښتې او غواړي يې.
اوس، چې نړۍ د افغانستان لرغوني خزانه په اروپا او امريکا کښې وليده، په دې به پوهيدلي وي، چې افغانستان افغانان ودانولى شي. مونږ ستا سوله خيره تېريو په بلامومه اخته کوئ.
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ:
همدغه نن، چې دا کرښې ليکل کيږي د ١٣٨٧ ل هـ کال د زمري ٢٢ ده، چې په کابل،زابل،باجوړ،پېښور،کشمير او د سيمې په ډېرو ځايو کښې وينې بهيدلي او عام وگړي وژل شوي دي.
دلته تاريخ يو دى، خو جغرافيه بدله ده؛ ځکه، چې په گرجستان،افغانستان،پاکستان او هند کښې له مسلمانانو سره شخړه ده. په نړۍ کښې به سوله هغه وخت، راځي، چې د خلکو دين او هڅوب ته درناوى وشي. مونږ وليدل، چې ډيموکراسي د کمونستۍ په څېر شوه؛ ځکه د زور کار شو. په پايناب کښې دواړو خواوو ته تاوان پېښ شو. کومه پرده، چې په منځ کښې ده هغه پريوتې او هر څه څرگند شول.
په افغانستان کښې بدلمني او پر ماشومانو جنسي تېرى ډېر شو؛ نو خلک يې؛ ځکه د ډيموکراسۍ سوغات بولي. هره ايډيولوژي، چې اخلاقي بنسټ ونه لري، هغه نه شي پاتې کيداى. اوس ډيموکراسي دا بنسټ نه لري.
د “آرنوله تاينبي” خبره ده،چې امريکا خپله برلاسي له لاسه ورکړې “تاينبي”خپل کتاب؛ ځکه د بشر مور” نومولې، چې په ١٩٧٣ع کال کښې ليکلي شوي، چې څلويښت کاله نه ول تېر شوي حالاتو هماغه وښودل .
د لرغوني افغانستان تاريخ دومره زوړ دى، چې هېڅوک به يې بشپړ ونه شي ليکلاى. باري که د تاريخ ټولنه وغواړي په شلو يا پنځه ويشتو کلونو کښې به يې وليکي. حال دا، چې په ډېرو هېوادونو کښې داسې شوي دي. په افغانستان کښې د دې خبرې وړانديزشوى و. په ١٣١٠ل هـ کال کښې محمد نادر شاه دا منلې وه او په دې برخه کښې يې شاهي فرمان هم ورکړى و . خو په ١٣١٢ ل کال کښې ووژل شو او زوى يې په دې خبرو نه پوهيده . تر دې، چې لا خبر هم نه و. به هماغه مهال کښې د ښوونځيو په تاريخ کښې د لرغوني تاريخ يوه برخه راغله بيا هغه هم لاړه.
د وصال په هوا والوتې مـــرغـــه شـــوې
د هجران به اور کښې درست اوبه شوې
د رقيب وناکردو تــه چـــې نظــــر کـــــړم
د عاشق له آهه ړوند پـــه تورلېمه شوې
زه رحمان په دا خبـره حـــق حــــيران يــــم
نه پوهيږم چــــې د يـــار له غمه څه شوې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *