یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / مشواڼي او بابړ

مشواڼي او بابړ

ليک: ډاکټر لطیف یاد
مشواڼي :
که چیرې دمشواڼیو دقبیلې شجره په غور سره تر څیړنې لاندې ونیسو نو جوته به شي چې مشواڼي له آره غرغښتي پښتانه دي، خو دوی کله ځانونوته سیدان وایې او کله هم ځانونه په کاکړو پښتنو ورګډوي او عقیده لري چې لوی ستانه او پیر سیدمحمد ګیسودرازدیوې کاکړې میرمنې سره واده وکړ اومشواڼي دهغه له نسله دي . مشواڼي په افغانستان، پښتونخوا ، سهیلي پښتونخوا ،اوسني پاکستان او ان هندوستان کې هم استوګنه لري .
ویل کیږي چې ددوی د استو ګنې اصلي ځای دسلیمان غر و چې وروسته په بیلا بیلو وختونو کې له خپل اصلي ځایه لیږدیدلي او دافغانستان په بیلا بیلو برخو او هم دپښتونخوا دهریپور په سریکوټ .ګند ګهر، پيښور ،دمردان په صوابۍ ،مومندو ایجنسۍ . دیر، دیره اسماعیلخان او دجنوبي پښتونخوا په کوئیټه کې میشته شوي دي .
په افغانستان کې میشته مشواڼي:
د کونړ ولایت مشواني د ناړۍ ، دانګام او اسمارپه ولسوالیو کې استوګنه لري. دکونړ په ولایت کې ددوی شمیر ۱۰۱۴۷ تنه ښودل شوي دی چې ښایې په دې شمیر کې به اوس ډیر زیاتوالی راغلی وي. دکونړ ولایت کې میشته مشواڼي دساپیانو دکلتور او دودونو تر اغیزې لاندې راغلي دي . همداراز یو شمیرمشواڼي دننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې هم ژوند کوي چې ډیر کلونه وړاندې ددوی شمیر ۲۳۸۸ تنه ښودل شوي دي(۱). دحیات افغاني دلیکنې پر بنسټ دمشواڼيو څلورسوه کورنۍ په کوهدامن کې هم استوګنه لري چې دکابل شمال ته په پنځه ویشت میلۍ کې پروت دی ،خو د(حالات مشواڼي) دکتاب مولف یې شمیر ۵۰۰ کورنۍ ښودلي دي. دکوهدامن مشواڼي په کرکیله او ځینې يې هم په سوداګریزو چارو بوخت دي او دوی دخپلو اوښانو په مرسته تجارتي او سود اګریز مالونه او توکي تر بخارا پورې لیږدوي اودوی دهوسا ژوند څښتنان دي . حیات افغاني لیکي چې دمشواڼيو څوکورنۍ په کندهار کې شته خو دحالات مشواني دکتاب مولف دکندهار سنګ حصار هم دمشوانيو داستوګنې ځای بللی دی او لیکلي یې دي چې دهیلمند په ګرم سیر کې هم مشواڼی اوسیږي چې شمیر یې ۶۰ کورنیو ته رسیږي.همداراز دغلجیو په سیمه په تیره بیا زابل ولایت دقلات په شا او خوا کې هم مشواڼي شته چې ددوی یوه قبیله لودین نومیږي چې په خواره واره ډول سره ژوند کوي . .یو شمیر مشواڼي دافغانستان دکندز په ولایت او یو شمیر مشواڼي دخو ست په ولایت کې هم شته .یوشمیر مشواڼي په نیمروز او سیستان کې هم میشته دي.
دپښتونخوا په هزاره، هریپور ،ګندګهر اوسریکوټ کې میشته مشواڼي :
دپښتونخوا دهزاره په سریکوټ کې هم ډیر شمیر مشواڼي استوګنه لري .سید یو سف شاه عرف شاه جي په خپل کتاب ( حالات مشواڼې) کې چې په ۱۹۳۰ زیږدیز کال یې په اردو ژبه لیکلی دی په هزاره ، ګند ګهر او سریکوټ کې دمشواڼیو ټول شمیر ۱۲۰۰۰ تنه ښودلي دي چې اوس له هغه وخته ۸۳ کلونه تیر شوي دی اوس یې شمیر پنځوسو زرو تنومشواڼیو ته رسیږي .. نو موړی لیکوال له نن نه ۸۳ کلونه وړاندې دسریکوټ دسیمې لاندیني کلي او بانډې دمشواڼیو داستوګنې سیمې بللي دي:
ګهي ، دوړها، دمړها،عثمان ملړین ،وړوکې دره ،لویه دره، چونترۍ ، شنۍ ،هلکه چونترۍ ،ګړنګ ، باغونه ، سیرۍ ،بیلها ،چونترو ، نوروخاک،شی بټي،چنارکوټ ،سنګر ،نیم، پیپل ،تهپلو، کنډرو،میره ، عبد دیکا،سرای ، تنګي ، باسوو، نارګاه ،کهیروچ، کره ، کنډاونه،سمبل ، بوکتیر،وړوکی بوکتیر،پلوسو سر ،تاترو،کوټکی ، وړوکی کوټکی،شکنړوغار ، چمیا ر انو کورونه ،شیرشاه کور ، میداو ، ټانګدره ،رام دره ، بکرو،شو ډهنډ ، بو ټیګرام ،وړوکي شتالو ، ډمبرو ،سو پلي، پورې سو پلي ،پورې ګړنګ، ماهولي کورونه ،غازی پتي ، ډهکني سر ، پهلواړي،اسیکوټ ،سامکوټ.همداراز دوی په ګنډي ،امرخانه کې چې دوه لوی کلي دي ددې کلیو په لاندنیو بانډو کې استوګنه لري،ګهړي میره ، صوبړ او،شیره دل کنډاو،بازی سر، جولا ګانو کورونه ،فیروز بانډه او خوډر کورونه کې استوګنه لري(۲) .
خو په اوسني وخت کې مشواڼي دسریکوټ په آرام دره ، ګدوالیان ، بسومیره ،شتالو شریف ،سریکوټ کلي ، با ټیګرام ،ګلۍ ،غونډ ډهیرۍ، سرای ،بیلاه ،چونترۍ ،شانۍ .چنارکوټ ،شای پاټي.کیهروچ،بګهونا،دوراهه، دمړاها،کوټکي ،پلهاري ،ډمکۍ ،بګنیا ،کوکر چاها،بیل ،ګرهاناو ډهیرۍ ، سنګیر،جبه ، چوای اوکیهاړي کې اوسیږي .
هغه شمیر مشواڼي چې په سریکوټ کې میشته دي نو ددوی زیاتره کسان دانګریزانو په پو ځونو کې هم برتهی ( استخدام ) شوي ووخکه مشواني ډیر تکړه سرتیري او ښه پو ځیان دي . همداراز دوی دسکهانواو په تیره بیا په ۱۸۱۹ زیږدیزکا ل کې په ګندګهر کې درنجیت سنګ درالیږل شوي پوځ سره چې مشري يې دیوان رام دیال ته ورپه غاړه وه او بیا بل ځل په سریکوټ کې دسکهانو دمشهور پوځي سردار هري سینګ سره چې دهریپور ښار هم دده دنامه له کبله په هریپور سره مشهور دی ډیرې جګړې کړي دي او په دغو جګړو کې دمشواڼیو ملی اتل سلیم شاه مشواڼي و چې دسکهانو له لا سه شهید شوی و.
.په سریکوټ کې دمشواڼیو دقبیلې خیلونه ، ښاخونه او څانګې:
دپښتونخوا په سریکوټ کې دمشو اڼیو دقبیلې ښاخونه دادي : ماني خیل ، جلال خیل ، صاحب خیل ،سین خیل ، دوراخیل ،حسین خیل ،وارث خیل ،وحدت خیل ، راجي خیل ، باجي خیل ،لودین ،ادم خیل ،موسی خیل ، یوسف خیل ،.متکاڼي، روغاني ،ګنجیان،مورجان خیل ،جاني خیل ،اماني خیل ، راحت خیل،بهاټل،سکهار او سین خیل .
دیو سفزیو په سیمه کې میشته مشواڼي :
دحالات مشواني دکتاب دمولف په قول مشواڼي دیو سفزیو په سیمه کې په اسماعیلیه ،مرغزاو یارحسین ته نږدې دشوه او توتالۍ په کلو کې اوسیږي.همداراز په مردان، صوابۍ او کاټلنګ کې هم مشواڼي استو ګنه لري.یو شمیر مشواڼي په دیره اسماعیل خان او وزیرستان کې هم اوسیږي.
په دیر او جندول کې میشته مشواڼي :
په ښکتني دیر کې مشواڼي په مسکیني دره ،صدبر کلي ، مایار او ثمر باغ کې استوګنه لري .ددیر او جندول دمشواڼیو په اړوند دپښتنو ټولنیز –اقتصادي جوړښت کتاب کې راغلي دي :دمشوانيو اکثریت چې ددیر او جندول په سیمو کې میشته دي لومړی ددوی خیلونو دڅړ ځایونوپه هڅه خپلې رمې د ( ښشي کنډو ) له لارې له دانګام نه شمالي غرونو ته راوستلې او یو سلو پنځوس کلونه وړاندې یې ددرې په ختیز او شمالي غرونو کې دڅړځایونو شاوخوایې بانډې جوړې کړې . دپسرلي تر پایه به هغوي په بانډو کې اوسیدل او بیا به درمو سره دجندول درو ته ورښکته کیدل .سل کال مخکې دمشواڼو ځینو خیلونو په پای کې خپلې رمې دجندول پرځای قاسم خان او زوړ براول ته را ښکته کړې . په دغه وخت کې دغه دواړه کلي نه وو، بلکې دلته ځینو شپنودلته کورونه جوړ کړل او په ژمي کې په کورونو کې اوسید ل او ورپسې یې دکورونو شااوخوا نا آبادې شاړې ځمکې آبادې کړې . کارینونه ( مینې ) یې پکې جوړې کړې او تقریبا دلسو کلونو په موده کې څو کورونه په کلو بدل شول. دسلو کلونو راهیسې دوی دشمالي غرونو په لمنو کې په شاړو ځمکو باندې بانډې جوړولې چې اوس دقاسم خان او زوړ براول سربیره دمشواڼیو کورونه او کلي دغره په لمنو کې ددرې تر خولې اسمار ته نږدې رارسیدلي دي .
دغه مشواني دځینو کورونو نه پرته په عمومی ډول غریب او بیوزله ولس دی. ځینې شتمنې کورنۍ یې دځمکو سره یو ځای مالداري ،سوداګري او سرکاري ملازمتونه هم لري . ددوی غریب او بیوسه خلک دسالارزو او ماموندو شپانه او بزګر دي .ځینې یې دغنمو او اوربشو دکرلونه وروسته دتلې(میزان) ( سپټمبر – اکټوبر) په میاشتو کې دکار او غریبۍ لپاره جندول، باجوړ او دکونړ بیلا بیلو سیمو ته ځي. دلته دوی دجوماتونو لرګبانه( دژمي په سړو کې ولس دجومات دتودولو لپاره لرګبه ( جمع لرګبانه ) نیسي . لرګبه له غره نه لرګي راوړي او دکلي خلک ورته دیرش منه غله او داوسیدو کوټه ورکوي) او يا په کلیو کې ګاونډي( همسايه ) کیږي. همسایه مشواڼي په کلي کې داوسیدو کوټه پیداکوي، ددوی نارینه دغرونو نه لرګي راوړي چې یو ه ګیډۍ ( دشا بار)په یوه من جوارواو یا دهغه معادل په څلویښت افغانیو خرڅوي. دنورو قبیلو په تناسب په مشواڼو کې دلیږدیدنې عملیه ډیره ده .ددوی نیستمن خلک دمني په پای کې دکور لږسامان او دخوراک توکي په خرو باروي او ښځې او نارینه یو ځای دجندول،باجوړ او کونړ په لور روان وي او دپسرلي په میاشت کې بیرته درې ته راستنیږي(۳) .
په دیر او جندول کې دمشواڼو دقبیلې ښاخونه او څانګې دادي :
نورتکیان، ګل بابا،ګل زري ، علي خیل ،شنو خیل ، صالح خیل ،جونه خیل ، اکا خیل ،رستم خیل ، ظفر خیل ،اتوخیل ، عثمان خیل ،مغلګي ،میرو خیل .
په سهیلي پښتونخوا کې میشته مشواڼي :
یو شمیر مشواڼي دسهیلي پښتو نخوا دکوئیټې په مضافاتو کې دکاسي په سیمه کې هم استوګنه لري.
په هندوستان کې یو شمیر مشواڼي د جنوبي هندوستان ددکن په ګلبرګه کې هم استوګنه لري اوویل کیږي چې دوی هلته دډهلی سلطنت په وخت کې میشته شوي دي .
دحیات افغانی په کتاب کې دمشواڼو دخیلونو نو مونه داسې راغلي دي :
باجي خیل ،لودین ،متکاني ،سملهاني ،روغاني ،تفض، کزیوني ، غریب ، خرباړي ، یاغن،کپوړ ، مومند،یدور .ترک،یوسف خیل ،موسی ،آدم خیل ،منجر(۴).
په سند کې میشته مشواڼي : دحالات مشواڼي دکتاب مولف په ۱۹۳۰ زیږدیز کال کې په لاړکانه کې دمشواڼیو شمیر ۸۰ کورنۍ ښودلي دي چې زیاتره دمشواڼیو دحسن خیلو دښاخ پورې اړه لري .
دمشواڼو دقبیلې مشهوراو نامتو کسان:
۱ – د(حالات مشواڼی ) دکتاب مولف سید یوسف شاه چې په شاه جي سره مشهور دی.
۲- دسکهانو سره په جګړه کې دمشواڼو ملی اتل سلیم شاه مشواڼي
۲- افغان لیکوال او څیړونکی عبدالقیوم زاهد مشواڼي .
۳- دکونړ او جندول دمشواڼیو مشر ارواښاد ملک زرین
۴- افتخار علي مشواڼي
۵-عمر خطاب مشواڼی
۶- جمعه خان مشواڼی
۷ حسن خان مشواڼي (۵)
— – – – – – – – – – — — – – – — – — – – – – — — – – — – – — – – – – – – – – – – – – – – – – – – – – – –
۱- -معلو مات مختصر درباره اقوام وقبایل ولایات سرحدي کشور،۲۰ مخ.
۲-سیدیوسف شاه عرف شاه جي، حالات مشواڼی،۱۵-۱۴ او ۱۶ مخونه . دلاهور چاپ ،۱۹۳۰ زیږدیزکال.
۳- دپښتنو ټولنیز اقتصادی جوړشت ،-۲۲۶ ۲۲۷ مخونه.
۴- تاریخ حیات افغاني،۴۵۳ مخ . دپيښور چاپ.
۵ -دمشواڼیو دقبیلې دنامتو اومشهورو کسانو په اړوند زما ( لطیف یاد ) یادداشتونه.

بابړ:

که چيري د بابړو دقبيلي دنسب شجره په غور سره وڅيړو، نو جو ته به شي چې دوی په اصل کې سړ بني پښتا نه او د شيراڼيو د قبيلي يوه څا نګه ده٠ دوی وروسته د شيړ انيو نه بيل شوي او او لادې يې ځا نته جلا نوم غوره کړی دی او نن ورځ د يوې بيلې قبيلې په تو ګه ژوند کوي٠
قبيلوي جوړښت او دبابړو دقبيلې ښاخونه او څانګې :

دتاريخ حيات افغاني د شجرې پر بنسټ بابړ دودم زوی،د شيراڼي لمسی، دشر خبون کړوسی او دسړبن کودی دی٠ همداراز بابړ د انجر او سنجر په نامه دوه زامن درلودل چې سنجر بيا د مسعود خيلو،اسما عيل خيلو، ابراهيم خيلو،يعقوب خيلو ، غو ره خيلو او مروت خيلو يا مراخيلوپه ښا خونو با ندې ويشل شوي دي٠
مسعود خيل په لاند نيوڅانګوويشل شوي دي: احمد خيل، مردانزي،موسی زي، بهادنزي،غورازي او مو چي زي٠ چې مسعود خيل زياتره دديره اسما عيل خان په چودهوان، دسهيلي پښتونخوا په کلای سيف الله، دافغا نستان دجوزجان دولايت په شبر غان او احمد خيل دپا کستان دسند ايالت په شکارپور کې استو ګنه لري٠
غوره خيل يا ګوره خيل بابړدياسين زيو،سفر زيو،شکر زيو،خدرزيو او منګل زيو په څانګو باندې ويشل شوي دي چې غوره خيل دديره اسما عيل خان په چو دهوان، دسهيلي پښتو نخوا په کلای سيف الله اودافغا نستان په کند هار او شبر غان کې ا ستو ګنه لري٠،خو دياسين زيو څانګه دپا کستان دپنجاب ايالت دمظفر نګر په خانګړ کې استوګنه لري٠
ابر اهيم خيل بابړ د پښتو نخوا دنو ښار په پير پا يې،ددېره اسماعيل خان په چو دهوان ،ملتان، دسهيلي پښتونخوا په ابراهيم خيل کوټ، کلای سيف الله، ژوب ،دېره غازي خان و دافغا نستان په کند هار او دجوزجان ولايت په شبر غان کې ميشته دي٠
مروت خيل يا مرا خيل بابړ په لا ند نيو څانګو باندې ويشل شوي دي: ميرزي اوسليمانزي چې دسهيلي پښتو نخوا په ژوب ،کلای سيف الله،ګرده بابر او ليګاټ کې او سيږي, خو دغه څانګې بيا دافغا نسان په کند هار او شبر غان کې ميشته دي٠
د با بړو د استو ګنې اصلي ځای د سليمان غر ګڼل شوی دی چې وروسته د شمېرد ډير والي او يا هم ښا يې د نورو عو املو له کبله له خپل اصلي ټا ټو بي نه خواره و اره شوي او په نورو ځا يو نو کې مېشته شوي وي.
ويل کيږي چې د با بړو د قبيلي خلک د پخوانۍ زمانو ر اهيسي د تجارت او سو داګرۍ د کارونو سره ډيره ليوالتيا درلوده او ددې قبيلې خلکو د هند وستان او دمنځنۍ اسيا ( بخارا او سمر قند) تر مينځ د بيلا بيلوسوداګريزو مالونو لکه پو ستينونونو،اينجې او قيمتي وريښمينو ټو کرانو سو داګري کوله او دوی په خپلو سو دا ګرېزو دندو کې، ريښتوني، ايمانداره،حليم او دښه چلند خا وندان وو، ان تر دې چې انګريزي نا متو مؤرخ او دکابل د سلطنت بيان مؤلف مونټ سټوارټ الفنسټن هم د دې خبرې سره موافق دی چې دوی د سو داګرۍ په چارو کې ډېر ماهر وو او ليکي چې دوی يو ډېر متمدن قوم دی ،په سوداګريزو چارو ښه پو هيږي او په عمو مي ډول ددامان په قو مونو کې تر ټولو شتمن او غو ړيدلي دي ٠ همداراز دوی په اقتصادي پلان جوړونې او حسابي چارو کې دومره مهارت درلود او په دې کارونو کې دومره بر يالي وو چې د افغا نستان د بنسټ ايښودونکي لوی احمد شاه بابا په وخت کې نور محمد خان بابړ مستو في المما لک او ګل محمد خان بابړ ته د امين الملک(لوی خزانه دار) مهمې دندې سپارل شوې وې٠
په او سني وخت کې بابړ په لاند نيو ځا يو نو کې مېشته دي:
١-په کندهار کې:
——————-
په کند هار کې بابړ ددغه ښار د بابړو په کوڅې،دپنجوايي په ولسوالۍ او د کند هار دارغنداب په سوزني نو مي سيمه کې ژوند کوي چې په دغه ولايت کې د بابړو مجمو عي شمير د ٢٠ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی ٠ارواښاد سترعلا مه پو هاند رشاد بابا(١٩٢١-٢٠٠٥زيږديز) چې ټول پښتانه پرې وياړي او پښتو ژبې،ادب،تاريخ او فر هنګ ته يې د ستا يني او قدر وړ خد متو نه کړي دي اوما ددې مقالې ليکوال هم د هغوی د ارزښتناکو علمي لارښوونو نه ډيره ډيره ګټه او چته کړې ده هم بابړ پښتون و چې دکند هار ښار د بابړو په کو څه کې يې دې نړۍ ته ستر ګې پرانبستلې وې٠
٢-په ننګر هار کې:

دننګر هار ولايت د جلال اباد ښار لويديز خواته دبابړ يانو يوه لو يه محله شته چې د علي خيلو سره په ګا ونډ کې ده٠
٣-د جوزجان په ولايت کې:

يو شمير بابړ د جوزجان په بيلا بيلو ولسواليو او د هغې جملې نه دخواجه دوکوه، اقچې، فيض اباداو خانقاه په ولسواليو کې هم مېشته دي٠ دشبر غان د ښار بابړ ددغه ښار په مرکز او همداراز ددغه ښار ته څيرمه سيمو لکه شکرک، افغان تپه،شير خيل، شوبي، خواجه دوکوه افغانيه او تابين کې ژوندکوي٠ په اوسني وخت کې دجوزجان د بابړو نه يو تن ګو هر خان بابړ دجوزجان ولايت دفيض اباد د ولسوالۍ ولسوال دی٠
٤-د فارياب په ولايت کې:
يو شمير بابړ د فا رياب ولايت په مر کز ميمنې ا و د قيصار په ولسوالۍ کې هم ميشته دي٠
٥- دبا دغيس په ولايت کې:

بابړ ددغه ولايت دغورماچ او مرغاب په ولسواليو کې استو ګنه لري٠
٦-دبلخ په ولا يت کې:

دبلخ په ولا يت کې مېشته بابړ ددغه ولايت دبلخ په ولسوالۍ کې استو ګنه لري.
٧-دکندز په و لايت کې:

يو شمير با بړد دغه ولايت ددشت ارچي په ولسوالۍ کې هم مېشته دي٠
په پورتنيو ولايتو نو سر بيره يو شمير بابړ په هيلمند،لوګر او کو نړ کې هم مېشته دي ،خو د هغوی د دقيق شميرپه اړوند زما سره کوم معلو مات نشته٠
داسي تاريخي شواهد شته چې ددوی ٥٠٠ کورنۍ کو چياني او ٧٠٠کورنۍ نيمه کو چياني ژوند لري چې ددوی دليږد مسير اولاره د هرات د هريرود نه نيولې د بادغيس،فارياب،جوزجان،بلخ او کندز پورې دي چې د کال په بيلا بيلو مو سمونو کې په نو موړو ځا يو نو کې خپلې کيږدۍ دروي او خپل مالونه او رمې په ورشو ګانو کې څروي٠
٨- په سويلي( جنوبي ) پښتو نخواکې:

د سويلي پښتو نخوا د مشهور ليکوال،مؤرخ او فولکلور پيژندونکي پروفيسور سيال کاکړ په حواله يو شمير بابړ په ژوب ،کوټه،کلای سيف الله او پښين کې هم مېشته دي٠
٩-په پښتونخواکې:

په پښتو نخواکې دبابړو سيمه د ميا خيلو سهيلي برخې ته پرته ده چې لو يديز لورته يې سختې غرنۍ سيمي پر تې دي٠ اوس دوی دپښتونخوا دديره اسماعيل خان په چو دهوان او دامان کې مېشته دي٠ اوس دامان د تانک په نا مه يا ديږي چې د ديره اسما عيل خان يو دسټرکټ( ولسوالي) ده٠ همداراز په سيهره نومي سيمه کې هم چيرې چې شيراني اوسي بابړ مېشته دي ٠يو شمير بابړ په پيښور او دنو ښار دسيمې په پير پايې او اکوړه خټک کې هم استو ګنه لري چې انګريزي ژبپوه ميجر را ورټي په دامان يا اوسني تانک کې ددوی مجمو عي شمير د ٧٠٠٠ کو رنيو په شا او خواکې ښودلی و چې ٧٠٠ تنه جنګيالي ځوانان يې درلو دل٠ دپير پا يې د سيمې بابړپه اتلسمې پيړۍ کې دهند دمغولي واکمن عا لمګير او رنګزيب په وخت کې دسهيلي پښتو نخوا دژوب دابراهيم کوټ نه دې سيمې ته راليږديدلي دي او زياتره يې ابر اهيم خيل بابړدي چې ددوی دقبيلې مشرامان الله خا ن بابړ و٠
١٠- دپا کستان په سند او پنجاب کې:

د پروفيسور سيال کاکړ د اثر پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخواکې پر بنسټ يو شمير بابړ د پاکستان هيواد د سند ايالت په ګړهي ياسين،سلطان کوټ او شکار پور کې هم مېشته دي٠سلطان کوټ د شکارپور او جېکب اباد په منځ کې پروت دی پ، د سلطان کوټ کوچنی ښارګوټى دبابړو پورې اړه لري.
په ملتان کې هم يو شمير بابړ استو ګنه لري٠ د ملتان د مظفر نګر د ډيسټريکټ د خانګړ دسيمې دبابړو مشر عبد الکريم خان بابړ نو ميد چې ز ياتره يې دبا بړو دقبيلې دغوره خيلو او يا سين زيو په څا نګو پورې اړه لري٠ همداراز ملتان ته د چود هوان له سيمې نه هم بابړ ليږديدلي دي چې مشريې محمد حسين خان بابړو چې بيا دهغه زوی عبد الصمد خان بابړ، دهغه لمسی الله داد خان بابړ او کړ وسی يې سيف الله خان با بړ و چې بيا دنواب دسيف الله خان خان زوی نوابزاده نصر الله خان بابړدپا کستان په سيا سي شخصيتونو کې مهم سړی و٠
١١- په هندوستان کې:

لکه چې د مخه ورته اشاره وشوه بابړ و د سو داګرۍ په چارو کې ډير مهارت درلود او دهند او منځنۍ ايشيا تر مينځ يې د سو داګرۍ چارې پر مخ بيولې،چې ددغو با بړو د جملې نه يو شمير په هندوستان کې مېشته شوي دي چې دهند په مختلفو ايالتو نو لکه مهاراشټرا،اندهراپرديش،مدهيا پراديش او ګجرات کې مېشته دي ،خو له بده مر غه چې خپله خوږه ژبه پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠
تاريخ حيات ا فغاني د بابړو د دود او دستور په اړوند ليکي:” هغه بابړ چې په افغا نستان کې اوسي نو دودونه او رواجونه يې د هغو بابړو سره تو پير لري چې دشيراڼيو په ګا ونډ کې اوسي٠ هغه بابړ چې دشيراڼيو په ګا ونډ کې اوسي نو دهغوی رواجونه کټ مټ د شيراڼيو په ځير دي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *