یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / عمران خان: په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه نشته

عمران خان: په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه نشته

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ويلي دي  له امریکا سره د برابرۍ پر بنسټ اړيکې غواړي هغه اړيکي غواړي چې د پاکستان په گټه وي نور به پاکستان د کرايي ټوپک نه شي د پیسو بدل کې یې د بل لپاره وکارول شي . او په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه نشته

دا خبرې عمران خان د امریکا له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي عمران زياتوي “موږ بیا داسې حالت کې ځان ښکېلول نه غواړو، دې سره نه دا چې انسانان مو ضایع شول او قبایلي سیمې مو ويجاړى شوى ، زموږ عزت هم زیانمن شو، موږ له امریکا سره ریښتوني اړیکي غواړو

نوموړي له چین سره د اړیکو په هکله وویل، چې اسلام اباد له بېجینګ سره یو اړخيز  اړیکي نه لري: “دا دوه هېوادونه سوداګریز اړیکي لري، موږ له امریکا سره هم داسې اړیکي غواړو

د پاکستان لومړي وزیر دا هم وویل، چې له زبرځواک سره څوک ملګرتیا نه غواړي.

د نوموړي په خبره، که د امریکا له پالیسي سره څوک جوړ نه وي دا مانا نه لري چې د واشنګټن خلاف دی.

“دا ښکېلاکي فکر دی چې ته به یا زما سره یې یا به زما خلاف یې”.

نوموړي پاکستان کې د وسلوالو طالبانو د پټنځیو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تور په هکله وویل: کله چې واکمن شو، نو له امنیتي ځواکونو یې بشپړ رپوټ وغوښت:

بیا بیا مې له امریکا وغوښتل چې پاکستان کې د طالبانو پټنځي را وښيي، نو موږ به عملیات وکړو، خو پاکستان کې د طالبانو پټنځايونه  نشته

دټرمپ د ليک په اړه د يوې پوښتنې په ځواب عمران خان ويلي دي  په افغانستان کې  امنيت د پاکستان پر گټه دى  ددې لپاره به مرسته کوو خو دا خبره هم اړينه ده  چې دامهال د افغانستان  ٤٠ سلنه د افغان حکومت له لاسه وتلې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *