یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ملي سوداګر خداى نظر په کابل کې وژل شوى

ملي سوداګر خداى نظر په کابل کې وژل شوى

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي ويلي دي ملي سوداګر خداى نظر تېره شپه په خپل کور کابل کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى.

خانجان الکوزي پر خبره ده  خداى نظر تېره شپه د کابل ښار په شش درک کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا په چړو باندې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، د نوموړي کورنۍ له لسيزو راپدېخوا پر سوداګرۍ بوخته ده او د هغه پلار الله نظر هم يو ملي سوداګر و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *