یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو په هرات کې ٢٠ سرتيري نيولي

طالبانو په هرات کې ٢٠ سرتيري نيولي

طالب وياند قاري يوسف ويلي دي چې طالبانو  تیره شپه د هرات ولایت  شینډنډ ولسوالۍ

اړوند د چشمې د سیمې لویه قرارګاه نيولې  پرې د بريد پر مهال گڼ  سرتيري وژل شوي او ٢٠ يې نيول شوي ډيريې ټپيان دي

د ملي دفاع وزارت ویاند سید جاوېد غفور  ویلي  چېد هرات ولایت  شینډنډ ولسوالۍ اړوند د ملي اردو پر یوه نظامي کمپ د طالبانو د تېرې شپې برید کې د ملي اردو لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه راز  یوې بلې  سیمه ییز سرچینې ویلي، د ملي اردو اړوند د چشمې قرارګاه چې د شینډنډ ولسوالۍ د دختر کلا په سیمه کې ده، تېره شپه یوولس بجې د طالبانو له خوا سقوط شوه.

نوموړي وايي چې طالبانو د یاد مرکز تر سقوط وروسته د ملي اردو ۲۰ سرتېري له ځان سره بیولي دي.

د شینډنډ ولسوالۍ یو قومي مشر تور محمد ظریفي  ویلي  چې طالبانو د ملي اردو د دغه مرکز تر سقوط وروسته ۲۲ سرتېري نیولي  هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې د اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.

تورمحمد ظریفي  وویل: ((ویل کېږي چې په دغه مرکز کې د ملي اردو ۵۰ سرتېري مېشت وو، خو د ده د معلوماتو پر اساس طالبانو ۲۲ سرتېري له ځان سره بیولي، پنځه وژل شوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *