یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / لوی څښتن پتېيلې ده چي امريکا هم په افغانانو له پارکاله واچوي

لوی څښتن پتېيلې ده چي امريکا هم په افغانانو له پارکاله واچوي

عبدالمالک همت

درنو لوستونکو ! پورتنی سرليک زما د هغه کتاب د يوې برخي سرليک دی چي نوم يې دی: «زموږ د دښمنانو تور تاريخ اوشومی موخي». دغه کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ لمريز کال او بيا په ۱۳۹۴ لمريز کال چاپ سوی دی. دغه وړاند ليکنه يا وړاندوينه چي ما لس کاله دمخه د نخښو او علامو په ليدو کړې وه، دادی اوس يې عملاً د رښتيا کېدو نخښي او څرکونه پیل سوي دي. امريکايي ښکېلاکګرو طاغوتيانو ته په افغانستان خپله وچه کلکه ماته سل په سل کي جوته سوې ده او دادی هلي ځلي کوي چي په يو ډول پټه پرده له ګران او خواږه افغانستان څخه د خپلو اشغالګرو وحشي پوځونو د ايستلو لار ولټوي. د دې سره جوخت د لوی څښتن په اذن د امريکا د نړي خور امپرياليزم د هر اړخيزي ماتي او سره پاشل کېدو مهال هم را رسېدلی دی او داسي ښکاري چي دا د لوی او عظيم څښتن تعالی غوښتنه او اراده وی. په دې هکله اوس هم دا وړاندوينه کوم او مخکي مي هم دا وړاند وينه کړې ده په دې اړه زما د دغه کتاب لاندي مضمون چي د کتاب په ۱۶۳ – ۱۶۶ مخونو کي راغلی دی ولولئ او خوند پر واخلئ:
لوی څښتن پتېيلې ده چي امريکا هم په افغانانو له پارکاله واچوي.

هر څه لوی څښتن جل جلاله کوي. بې شکه چي لوی څښتن پر هر څه قادر دی او چي خوښه يې سي د هر چا هر رنګه ستونزه چي وي، هغه قادر ذات يې ور اواروي. خو لکه چي دا دنيا محل الاسباب ده، خدای تعالی هر څه ته يو سبب پيداکوي. داسي ښکاري چي لوی څښتن اراده کړې وي چي د امريکا د ظلم او زور امپراتوري هم د افغانانو پر لاس ړنګه کړي . لکه چي پوهيږو لوی څښتن د انګرېزانو د هغي امپراتورۍ د را پرزولو لپاره چي لمر يې تر ښکېلاک لاندي هيوادونو (مستعمرو) کي نه ډوبېدی هم د افغانانو همت او مېړانه سبب کړه. بيا موږ وليدل چي لوی څښتن د شوروي د سره ښکېلاک زبر ځواکه امپراتوري هم په افغانانو دړي وړي کړه. اوس داسي ښکاري چي الله جل عظمته د نړۍ او د افغانستان د کفره وو او فجره وو قبرستان او د امريکا د توري امپراتورۍ د تاريخ کندي ته د اچولو ځای هم افغانستان ټاکلی وي.

په نړۍ کي ډېر هيوادونه ليدل سوي دي چي پرمختيا او خوشالي ور په برخه سي ويې نه سي سهلای، ځکه نو د يوه بې واکه ملت سره زور وهل پيل کړي، پلمې ډېري او ډول ډول وي. څوک د سولي او سوسياليزم او طبقاتي مبارزې تر شعار لاندي پر بل هيواد تېری وکړي. څوک د دموکراسۍ د پلي کولو، آزادۍ، سولي ساتلو، د تروريزم د خطر او نړي وال امنيت د ټينګولو پلمې وتراشي او د بل خپلواک هيواد پر حريم تېری، لاسوهني اوډدول ډول مصايب وتبي. لکه چي پوهيږو او د تاريخونو پاڼي کيسې راته کوي له لويه سره خدای تعالی د دغسي ځواکونو د پوپناکولو او د هغو د غرور او نخوت د ماتولو اراده کړې وي او دا چاري ورته يو سبب وګرځوي.

اوس څنګه چي د امريکا د متحدو ايالتونو خلکو په خپل هيواد کي سوله، آرامي، سمسورتيا او خوښي او ښه ژوند نور نه سي سهلای او تر حد تېر لويي او تکبر ځني کيږي او واکمن يې پر ټوله نړۍ باندي د واک چلولو او کفري پرتم پلي کولو په فکر کي سوي دي، نو داسي ښکاري چي د دوی په هکله هم لوی څښتن اراده کړې وي چي د نورو دغسي متجاوزينو غوندي يې د افغانانو سره په جګړه اخته کولو سره مات او ټوکر ټوکر کړي.

وايي: مار ته چي خدای په قار سي، نو يې له غاره را وباسي. د نړۍ ځينو سترو ظالمو واکمنيو ته چي خدای په قهر سوی دی د افغانانو سره يې اخته کړي دي. په دې لړ کي دادی اوس وار امريکا ته رسېدلی دی.

لکه چي تاسي پوهېږئ امريکا اوس د ټولي نړۍ هغه يوازنی زبرځواک دی چي هر څه يې غوښتي دي، هغه يې کړي دی. دې تېري کوونکي او ښکېلاکګر هیواد د نړۍ ډېري سيمي په چل ول او زور او ډالرو نيولي دي.

دغي امپراتورۍ تر اوسه د څه له پاسه شپېتو هيوادونو سره زور ازمايلی دی. اوس دغه ستر امپرياليستي پانګوال هيواد د ځينو شومو موخو او هيلو د تر سره کولو او د ټولي نړۍ تر ولکې لاندي راوستلو په مقصد زموږ پر وياړلي، خو واړه او د شوروي غوندي ستر زبرځواک سره د کلونو کلونو ډغري وهلو له امله پر ټپي ټپي هيواد د خپلو نورو انډيوالانو په ملګرتيا د زياتو مډرنو وسلو سره ناځوانمردانه او نابرابر جنګ تپلی دی . خو دوی خبر نه دي چي دلته خبره بل شان ده. دلته پردوی لاندي شعر ډېر ښه تطبيقيږي:

د سدو پر دکان سپۍ له خندا مړه سوه

د ښوروا په هوا تله خوله يې په وسوه

وايي چي په مخکنيو وختونو کي د کندهار د ښار يوه کله پز د سپۍ سر پوخ کړی وو، په دې خبره يو شاعر خبر سو او د سپۍ پوخ سر يې د کله پز د دکان پر پارچال وليد او پورته شعر يې پرووایه:

د دې هيواد خلک افغانان بولي. د دې وو په لاس دي خدای څوک نه ورکوي او که يې په لاس ورغۍ، روغه سټه منې که ځني ولاړ سي.

دوی وار له مخي خوار، نتلي او شډل ښکاري، خو چي څوک زور ورسره وازمايي بيا ور معلوميږي. له دې امله دی چي يو دري ژبۍ شاعر وايي:

ګر نداني غيرت افغانييم ««»» چون به ميدان آمدي ميدانييم.

وايي: اختر پټ مېړه نه دی . دادی امريکايان، د دوی ګوډاګيان او ټول جهانيان په عمل کي د سر په سترګو ويني چي په افغانستان کي د امریکا زبرځواک قدرت او د هغو د انډيوالانو پوځونه پر ګونډو سوي، د تکبر پزه يې په خاورو لړل سوې او حساب د دوی د هيلو او آرزوګانو په خلاف سر چپه پیل سوی دی. په يوه قدسي حديث کي لوی څښتن د رسول صلی الله علیه وسلم په خوله فرمايی: « کبريا او عظمت زما پټو دی، څوک چي د دغه پټو د کشولو هڅه وکړي زه هغه جهنم ته اچوم او زه د چا پروا نه لرم».

رښتيا چي د لوی څښتن د لويی او سترتوب په وړاندي د نړۍ هر فرعوني ځواک خوار او زبون سوی دی. او لوی څښتن چي د خپلو افغانو محمدي لښکرو سره هر څوک په شخړه اخته کړی دی، د حضرت خوشال خان خټک رحمة الله عليه دا شعر يې مصداق سوی دی:

لاپه خوب کي په لړزه پرېوزي له کټه

چي تر غوږو يې زما د توري شرنګ دی

که په دا دور مي بولې هغه زه يم

چي مي داغ پر خاطر ايښی د اورنګ دی

لاتر اوسه يې ماغزه پر قرار نه دي

چا چي زما سره وهلی سر په سنګ دی

فاعتبروا يا اولي الالباب !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *