یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د کابل د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې باطلې شوې

د کابل د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې باطلې شوې

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون وياند علي رضا روحاني  يوې خبري غونډې ته ويلي دي  کابل ولایت کې د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې د ‘پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو’ له  امله باطلې اعلان کړي دي . څرګنده نه ده چې ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون به له دې پرېکړې سره موافق وي که نه.

د شکايتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني  پر خبره  ددغه کمېسیون د پرېکړې پربنسټ د کابل حوزې د پارلماني ټاکنو رایې باطلې اعلان شوې دي.

نوموړي د دغو ټاکنو د باطلولو لپاره ځینې حقوقي دلایل وړاندې کړل، چې په وینا یې، دا پرېکړه له دقیقې ارزونې وروسته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *