یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / شاه محمود : پاکستان د افغان سولې د سياسي  هڅو ملاتړ کوي

شاه محمود : پاکستان د افغان سولې د سياسي  هڅو ملاتړ کوي

د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي په افغانستان له امنيت پرته په پاکستان کې امنيت نه شي کېداى ، له افغانستان سره د سرحد پرکنټرول (بادرمنيجمټ) د امنيت ستونزې حل کېداى شي ، پاکستان د افغانستان په بيا رغونه کې  کارنده رول لوبوي

دا خبرې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي   دافغان په کيمپونو کې ميشتو  زده کوونکو   يوې غونډې ته وکړى

قريشي زياته کړې  پاکستان  افغانستان ته ٦٠٠٠ سکالرشيپو ورکړي  چې افغانان  دپاکستان په بيلابيلو پوهنتونونو کې زده کړې ترلاسه کړي

د نوموړي پر خبره دا مهال  داسې ٥٠٠٠٠  افغانان چې دپاکستان په  پوهنتونونو يې  زده کړې کړي په افغانستان کارونه کوي دا ورته د وياړ خبره ده

د شاه محمود وايي  له تېرو څلورو لسيزوافغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې هيځ ډول ستونزه ورته نشته

دافغان  زده کوونکو په اړه نوموړي  خپل احساس داسې څرگند کړ  دا بچي موږ ته داسې گران دي لکه خپل بچي چې راته گران دي ،دا افغان بچي  به دلته زده کړې ترلاسه کړي او بيا به  په افغانستان  کې زمونږ سفيران وي ، افغان ماشومانو ته زده کړه ورکول  مو لومړيتوب دى

د افغان سولې په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې دافغانانوپر مشرۍ د سولې   د سياسي  هڅو ملاتړ کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *