یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ينس ستولتنبرګ: په افغانستان کې د ناټو شتون اړين دى

ينس ستولتنبرګ: په افغانستان کې د ناټو شتون اړين دى

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ  ویلي دي  چې په افغانستان کې وضعیت خراب شوی دی او په افغانستان کې د ناټو شتون ته اړتيا ده .

خو طالبانو په يوې خبرپاڼه کې د ناټو د مشر ينس ستولتنبرګ دا ډول (په افغانستان کې د ناټو شتون اړين دى ) خبرې رد کړې دي د ناټو دځواکونو پر وتلو يې ټينگار کړى ويې يلي دي چې د ناټو د ځواکونو وتل اړين دي

ستولتنبرګ د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته ویلي  چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندښمن دي.

خو نوموړي زیاته کړه چې د وضعیت د ښه کیدو لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي ترڅو د افغان ځواکونو روزنې، ملاتړ او سلا مشورې ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي زياته کړه ، دوی د افغان سرتیرو د تلفاتو په زیاتیدو اندیښمن دي، خو په ورته وخت کې له افغان ځواکونو څخه به خپل هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

ستولتنبرګ وايي  که څه هم د سولې د مذاکراتو لپاره هڅې ډیرې شوي خو طالبانو خپل بریدونه د امتیاز د ترلاسه کیدو په هدف ډیر کړي دي.

ستولتنبرګ طالبانو ته په خطاب کې وویل ” تاسو د جګړې په میدان کې بریالي کیدی نه شئ نو د سولې خبرو ته راشئ ځکه جګړه بې ګټې ده.”

خو طالبانو په يوې خبرپاڼه کې د ناټو د مشر ينس ستولتنبرګ دا ډول (په افغانستان کې د ناټو شتون اړين دى ) خبرې رد کړې دي د ناټو دځواکونو پر وتلو يې ټينگار کړى ويې يلي دي چې د ناټو د ځواکونو وتل اړين دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *