یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / پښتانه د جگړې په حال کې

پښتانه د جگړې په حال کې

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ ع کال د اگست پر ١٠ او د ١٣٨٧ ل هـ کال د زمري ٢٠ په خبرونو کښې راغلي ،چې په باجوړ کښې دخار ښار دطالبانو په ولکه کښې دى او دغره هغه لوړې څوکې يې نيولي، چې شا او خوا يې تر بريد لاندې راتلاى شي. په خبر کښې دا هم ويل شوي ،چې طالبان ښه وسله لري ،چې په دې برخه کښې دپاکستان له پوځه کم نه دي.
يوازينى توپير په دې کښې دى ، چې طالبان الوتکې او چورلکې نه لري.
له بلې خوا د جنرال پروېز مشرف په خلاف دنهو کلو اسناد ټول شوي؛ دآصف زرداري يوه نژدې ملگري امين ته ويلي ، چې دوى دې لومړى پاکستان وژغوري بيا دې سل مشرفه ليرې کړي . د هغه له سترگو پاکستان په خطر کښې دى ،چې اصل پاکستان دى او په فرع کښې مشرف دي خپل وخت دي بې ځايه نه تېروي.
په گرجستان کښې د روسيې او امريکې ترمنځ توده او سړه جگړه دواړه روانه ده ، چې روسيه دخپلو سرحداتو دامنيت لپاره يا په دې پلمه خپل بشپړ چمتو والى ښيي او دا ،چې د دا تودې جگړې يوه پيلامه ده .
که د سړې جگړې حالات بېرته راشي دوى او سيمې ته گټه لري ؛ځکه کومه قرباني ،چې په دې اړوند افغانستان ورکړې وه دامريکا د ناسمو او غلطو پاليسيو او چارو لامله نه يوازې بې پايلې شوه بلکې امريکا او ټولې نړۍ ته ډېر تاوان ور واوښت .
اروپايي هېوادونه ،چې د ناټو غړي دي ، په خپلو کښې يوه گډه کړنلاره نه لري ، دا په داسې حال کښې دي،چې د ناټو په غړيو هېوادونو کښې خلک او ملتونه جگړه نه غواړي او له امريکې سره ملگرتيا هم نه کوي. دامريکې ملت هم خپله ناخوښي څرگندوي . دعراق د بهرنيو چارو وزير دعراق دخلکو په استازيتوب وايي ،چې دامريکې پوځي اډې هغوى په عراق کښې نه غواړي.
امريکا وايي ، چې دامريکا د پوځونو لپاره دې يوه نېټه وټاکل شي . د افغانستان لاسپوڅى حکومت په نړۍ کښې يوازينى حکومت دى ،چې پرته دامريکې له پوځونو بله لاره نه ويني او نه به پرته له امريکا يوه ورځ پاتې شي.
دا ويل شوي ، چې سږ کال د خپلواکۍ ورځ نه نمانځل کېږي ، چې دا به د زمري په اته ويشتمه وليدل شي. که دا ونه شول ، دا خبره به څو اړخيزه وي : يو دا ،چې انگليسان اوس هم په افغانستان کښې شته او په هماغه کندهار کښې دي ،چې د ميوند جگړه په کښې وه ، دا هم ويل شوي ،چې دانگليس پوځ اته زره دى او د ترياکو په محصولاتو کښې برخه لري. دافغانستان خلک له هغو ښکنځلونور هوښيار شوي ،چې يوه سړي دلطيف پدرام په نوم کړې وې .
اعليحضرت امان الله خان په دوه داسې خبر و تورن شو ،چې دده په زړه کښې نه وې :
د امان الله خان شا او خوا داسې خلک راتاو ول ،چې د خپلواکۍ په خبرو کښې يې د ډيورنډ کرښه په خپل حال پرېښوده . بله دا ،چې دى اروپايي کلتور ته لېوال و ؛ نو امان الله خان ،چې ځان مجاهد او غازي باله ، د کافر په نوم تکفير شو او د ډېورنډ کرښه پاتې شوه . په داسې حال کښې ، چې د ډيورنډ له کرښې پښتانه د جگړې په حال کښې پاتې شول او جگړه تر هغې روانه وه ،چې داسلام په نوم پاکستان جوړ شو . که داسلام نوم نه واى بياپاکستان نه شو جوړېداى.
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
لوى افغانستان صفاريانو داسلام په نوم جوړ کړ ؛ ځکه اميرالمؤمنين يعقوب ليث د بغداد دخلافت لخوا په رسميت وپېژندل شو.(ملک الدين والدنيا). بيا غزنويانو، غوريانو، هوتکوابداليانو دا ميراث خوندي کړ. لوى افغانستان په جغرافيه کښې پاتې نه شو . خو معنوي شتون يې پاتې شوى او تاريخ ورک نه دى . ځيني افغانان، چې دامريکې د بريد لپاره په طمعه ناست ول اوس ،چې دافغانستان حالاتو ته گوري. تحليلولاى يې نه شي ؛ نو اپلتې وايي ،چې :(( دوى وکړه بې شرمي __ هغه يې نه شوله روزي ))بده لا داده ، چې پايناب ورته څرگند نه دي . نن ، چې د١٣٨٧ هـ د زمري شلمه ده ؛ روسي په يوه ورځ جگړه کښې وښودله ، چې توده جگړه کولاى شي که سبا امريکا د جگړې لاره ونيسي ؛ نو دى د جګړې ځواک لري.
سړه جگړه ،چې شلمه پېړۍ کښې وه ، گواکې بېرته راغله . که په تودې جگړې بدله شي، امريکې ته سم ځواب ورکولى شي. امريکې او اروپا ،چې کومه جگړه له پښتنو سره نښلولې ده ؛ له دې هېڅ گټه نه شي اخستى او ډېر تاوان به وگالي. په دې بويه اسرائيل هم وپوهول شي.
په دې حالاتو کښې دامريکې د ټاکنو مهال هم رانږدې دى ، چې وروسته به څرگندېږي ، چې څوک سپينې ماڼۍ ته ځي .
که ډيموکرات اوباما وگټله د پخوا په څېر به پر اقتصادي وضعې فکر کوي ؛ ځکه دامريکې اقتصادي پڅوالى هره ورځ ډېرېږي.
که داوښکو په درياب باندې يې نهال کړې
نيـــــــــــشکر په نيــــــشکر شي نل به نل شــي
مــــــــشقت د ســــــــــــــــــړي واړه حبــــــــطه کـا
په ښــــــوره کښې ،چې د گل بوټى نهـل شي
د دنيــــــــا يـــــاري دوستي څه په کار نه ده
لــه اوله يار و دوســـــت وي پســې غل شي
پـــــــــه مثـــــــــال د درو غــجنې مرغلــــرې
آب و تاب يې په دوه ورځې کښې بدل شي.
(رحمان ) ٣٦٦ مخ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *