یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د پکتيکا د حج او اوقافو رياست يو چارواکى په هوايي بريد کې وژل شوى

د پکتيکا د حج او اوقافو رياست يو چارواکى په هوايي بريد کې وژل شوى

د پکتيکا د ارشاد، حج او اوقافو رييس قاضي ضبط الله ويلي دي چې  د پکتيکا د حج او اوقافو رياست د يوه مدير په ګډون دوه کسان د يو  هوايي بريد  په ترڅ کې وژل شوي دي.

د پکتيکا د حج او اوقافو رييس قاضي ضبط الله پر خبره : ((مدير  ذبيح الله له کار څخه کور خوا ته روان و چې د مرکز ښرنې په سردي سيمه کې هوايي بريد پرې شوى او وژل شوى دى.))

د چارواکو پر خبره  ((مدير  ذبيح الله پر موټرسايکل سپور و چې بريد پرې شوى او وژل شوى دى.))

.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *