یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه /  د غوراو بادغيس د ولسي جرګې ټاکنو  لومړنۍ پايلې اعلان شوې

 د غوراو بادغيس د ولسي جرګې ټاکنو  لومړنۍ پايلې اعلان شوې

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد  د غور او بادغيس ولايتونو د ولسي جرګې ټاکنو  لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسيون يو ځل بيا د تېر په څېر تېره شپه ناوخته دغه پايلې اعلان کړې.

د دغه کمېسيون مشر عبدالبديع صياد زياته کړې  چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ د ولسي جرګې په ټاکنو کې له غور ولايت څخه  ډاکتر محمد ابراهيم ملک زاده د ١٨٤٤٨ رايو،  عطا محمد دهقانپور د ١٠١٨١، ګل زمان نایب د ٨٩٢٢، کرام الدين رضا زاده د ٧١٦٣، فاطمې کوهستاني د ٥٣٢٢ او  رقيې نايل د ٣٩٦٩ رايو په ترلاسه کولو سره تر نورو ډېرې رايې اخيستې دي.

نوموړي دغه راز وويل چې له بادغيس څخه  ضياء الدین اکازي د ٤٥٧١، عبدالبصير عثماني د ٤٥٠٩، اميرشاه نائب زاده د ٤٢٢٧ او استاد فريدې بيگزاد د  ١٣١٠ رايو په ترلاسه کولو سره په دغه ولايت کې تر نورو مخکې دي.

د دغو دوو ولايتونو لومړنيو پايلو له اعلانېدو سره تر اوسه د کمېسيون له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو د ٢١ ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *