یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / خپل سرى ادب به دادب ډيوه مړه کړي

خپل سرى ادب به دادب ډيوه مړه کړي

س ، سيرت

دهرې ژبې ، قوم ، سيمې او هېواد دپرمختګ لپاره دنورو اړتياؤ دپوره کيدا ترڅنګ ادب هم دى،  په کوم هېواد کې چې دکورنيو جګړو او يا تاړا کګرو لخوا يرغل ادب له منځه وړلى وي ، دهېواد د ځمکنۍ پشپړتيا  ترڅنګ ادب هم له منځه ځي څه وخت چې ادب له منځه ولاړ شي دهغه هېواد ټولو اوسيدونکو ژبه ګونګه شي او بالاخره قوم نوم ورک شي چې په لرغوني تاريخ کې دبيلا بيلو هېوادونو او قومونو له منځه تللو بېلګې لرو خو اوس چې زمونږ ادب که په يوه لوري دپرمختګ په حال کى دى له بله پلوه دپوهې دکمښت او دخپلسرۍ له امله دزوال سره مخ دى .

که مونږ دپخواني وخت غربت او تنګلاسۍ ته وګورو نو بايد علم ، پوهه او ادب ياله منځه تللى واى  يا  به ئې داوس وخت اديبانو ته تش نوم پاتى واى.

خو ګورو چې په هغه سخت غربت او تنګلاسې کې زمونږ پخوانيو شاعرانو په لوړ علميت سره شاعري کړيده پخوانيو شاعرانو چې مونږ دستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا ، عبدالحميد ماشوخيل ، خوشحال خان خټک ، امير حمزه شينوارى ، قادر خان خټک ، نواز خټک ، ګل باچا الفت او نورو شاعرانو مثالونه لرو چې په لوړه علمي کچه ئې شاعري کړيده .

اوس دنوي ټکنالوجۍ دور دى دټولو اسانتياو په لرلو سره بايد زمونږ علمي کچه تر پخوا لوړه وي،  شاعري مو بايد دادب په لحاظ کره او پوره وي خو بدبختي داده چې سره دنوي دور دټکنالوجۍ  په علم او پوهه کې مود واورې منډ نه ماتيږي .

که شعر ته سحر او شاعرۍ ته سحر ګرى ووايو نو الهامي شاعري مو بايد د ټولنې د ارادو او غوښتنو سره برابره وي  په شعرکى بايد هغه هدف ترلاسه شي دکوم هدف لپاره چې شاعري کيږي بايد دشعر معنوي ا و ظاهري غنا پر طبيعي غنا لوړه په طبيعت کې غرونه او سمندرونه قيمتي جواهر لري خو بايد دشاعر په شعر کې له دې لوړ جوهر او هنر پروت وي چې دټولنې په سمون کې خپل کردار ادا کړي.

بله بدبختي دا ده چې زمونږ ځوان نسل خپلسري شاعرى کوي هر شاعر په کم علمۍ کې ځان عالم او دشعر په اصنافو ځان پوه  بلې همدا  او ديته ورته لاملونه دي  چې خپلسرى ادب او خپل سرى شاعري  به مو داصلي ادب ډيوه مړه کړي.

شعر چې په هنري ښکلا او سپيڅلې جذبه وليکل شي ولس او ټولنې ته دسپيڅلتيا او روښانه سباوون زيرى ورکوي

خو زمونږ د ځوان نسل په شاعرانو کې دکم علمه او خپل سرو شاعرانو پله درنه ده هغه ځوان پوهه او بااحساسه شاعران ئې د ډيرو بې هنره کتابونو په چاپولو په ايرو کې پټ کړيدى .

مونږ منو چې زمونږ په پښتنه ټولنه کې به ځوان هنري او با احساسه شاعران وي خو د ډيرو کمو با احساسه او هنر ى شاعرانو بيا دکتاب چاپولو وس نه وي.

که دنورو ژبو سره دپښتو ژبې شاعري او  نور ادبي اثار پرتله کړو بيا به راته دخپل ځوان نسل دخپل سري شاعرۍ احساس وشي .

شاعر بايد خپل شعر دخپل استعداد په اندازه په خپلې  نازکخيالۍ او لطافت په ګاڼه ښائسته وساتي .

دا مهال هر شاعر دخپل کتاب په چاپولو ټينګار کوي خو مخکې له دې چې خپل شعرونه کوم په ادبپوهه شاعر ته وښيې چاپ ته ئې ورکوي  چې دسلگونو او زرگونو ، املائي ، ګرامري ، هنري او شعري جوړښتونو  پر نيمګړتيا لرلو چاپ شي

چې ادبپوهه شاعران بيا هغه کتاب او په کې شعرونو ته په درنه سترګه نه ګوري.

مونږ ګورو چې پښتانه شاعران خپل چاپ کتابونه نورو شاعرانو ته ور کوي چې پر ورته سريزې وليکي

ماته هم ځينې خپل سرو شاعرانو کتابونه راکړي چې پر هغو کتابونو دليکلو توري له ځان  سره نه لر م که د پښتو کتابونو دچاپ لپاره يو معيار په نظر کې ونه نيول شي او يا پرې کوم قيد او شرط کينښودل شي په کتاب او کلام به ئې څه باور وشي کاظم خان شيدا وائي .

دکلام چې وزن نه وي

په دې دنظم اطلاق څه وي

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *