یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / دبش اته کلن جمهوري رياست او نوى پير

دبش اته کلن جمهوري رياست او نوى پير

ارواښاد  قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ ع کال داگست پر ٨ او د ١٣٨٧ ل هـ د زمري پر ١٨ دتهران له لوري خبر خپور شوى دى ،چې : روسيې او چين سره ومنله ،چې خپله راکړه ورکړه به په خپلو پيسو کوي نه په ډالرو. په خبر کښې دا هم واورول شو ،چې له دې وروسته به نور هېوادونه په خپلو پيسو راکړه ورکړه پيل کړي ،چې ((داداوستد)) بلل کېږي . لکه ملي ژبه ، ملي پيسه به وي . دا نوى پير دى ، چې تر اوسه دا ټينگار نه و. يعنې په ټولو تجارتي مبادلو او راکړه ورکړه کښې معيار ډالر و ، په اروپا کښې لا پخوا ((يورو)) اروپايي  پيسه وه ، چې د ډالرو بيه پرې ولوېده . اوس تر ډالرو انگليسي پوند او اروپايي ((يورو)) لوړ ارزښت لري. دامريکې په اقتصادي تاريخ کښې دا نوى پير دى . له دې وروسته ،چې د تېلو بيعه ټيټه شوه . بيا پرې ډالر نه شمېرل کېږي .
د چين تجارت په ټوله نړۍ کښې مخ په وده دى ؛ نو ، ځکه چين په خپلو پيسو حساب کوي او راکړه ورکړه به يې په ډالرو نه وي ، چې جگ دى او که ټيټ. اوس ؛ نو هغه اقتصادي برلاسي نوره امريکا ته  نه پاتې کېږي.
چين غواړي ،چې په افريقا کښې ډېره پانگه ولگوي او دافريقې زېرمې په خپل لاس کښې وساتي . چين دا ويلي دي ، چې دوى له اقتصادي مرستو سره سياسي اغراض او بېلابېل وړانديزونه نه لري. لکه امريکا ، چې په هر ځاى کښې ډېموکراسي يا دوي او شرط يې  بولي. دا د چين لپاره گټور دي ؛ ځکه ، چې امريکا په نړۍ کښې ډيموکراسي وشرموله . اوس خلک نارې وهي ، چې ډېموکراسي نه غواړو. ډيموکراسي د پانگوالۍ فلسفه وه ، چې اوس دا هېوادونه پرې په بحران اخته شوي دي . نوى پير همدا دى، چې د ډيموکراسۍ له مخه پرده ولوېده.
امريکا ، پاکستان او مشرف :
جنرال مشرف ، چې پر امريکې ډاډه و ، نن امريکا وويل که دپاکستان نوى حکومت هغه له جمهوري رياست څخه ليري کړي او پوښتنو لاندې يې راولي ، دا د هغو کار دى ،، مونږ يې نه ساتو. مشرف ، کرزى ، مالکي، عباس هرڅوک ، چې وي امريکا يې تر هغه ساتي ، چې کار ورکولى شي. امريکا نور کباړنه ساتي. ډېر ښه مثال يې دايران پادشاه و ، چې چا پناه نه ورکوله ، مصر سيمه (امن) ورکړه . هرڅوک ، چې په خداى (ج) ، عدالتو قناعت او ملت تکيه ونه کړي ، ولسونه يې رټي او امريکايې نه ساتي او نه يې ساتلاى شي.
که څوک په نيمه خبره پوهېداى ؛ د امريکا دبهرنيو چارو وزيرې څو وارې  دا خبره وکړه ،چې امريکا تلپاتې  دښمن نه لري.
په حقيقت کښې ددې خبرې موخه ايران ته پاملرنه وه ،چې که سمېږي ، زمونږ دښمني دتل لپاره نه ده او په همدې توگه دوستي او ملگرتيا يې هم تل لپاره نه وي . بزنس يعنې تجارت او معامله ده ، چې د گټې او تاوان له مخې وي .گټه يا وي  يا به نه  وي ، دامريکا دا کړنه پښتونولي نه ده ،چې پر خپل مېلمه ځان برباد کړي .
دوه خبرونه
په همدغه ورځ دالجزيرې ټلويزيون دوه خبرونه پرله پسې واورول او وښودل. په دواړو کښې مرگ ژوبله وه : يو خبر په غزني کښې  او بل دامريکې په تکساس کښې . د تکساس ولايت هغه ولايت دى ، چې  د مشر او کشر بش ټاټوبى دى .
په غزني کښې دامريکايانو بمبارد و ، چې سپېره پښتانه او د هغوى ماشومان په کښې مړه شوي .په تکساس کښې دوه بسونه ټکر شوي وه ،چې ماشومان ، ښځې او نرينه په کښې وژل شوي دي . په دواړو  پېښو کښې خبره يوه وه.
په غزني کښې جگړه وه او په تکساس کښې سوله او کراري وه . سرو وينو او ژړاگانو په دواړو پېښو کښې د خلکو پاملرنه  روان سياست ته واړوله . ((فاعتبروا يا اولى الابصار)) تکساس کښې تر غزني ډېر خلک وژل شوي وه .
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
طبقات ناصري د لوى افغانستان  دغوريانو سرحدونه داسې راښيي : ختيځ  لوري ته هندوستان د چين له سرحده تر عراق پورې او له آمو او هرمز څخه نيولې تر الجزيرې او ژورو اوبو پورې . هره مبارکه جمعه خطبه ددغه مبارک بادشاه په نوم لوستل کېده . دريڅلوېښت کاله بادشاه و . حق تعالى د سلطان غياث الدين محمدسام طاب ثراه  په ظاهر او باطن په سخا او وفا ښکلي کړ ي و ، د هغه په حضور او درشل  کښې پوهان ، فاضلان ، حکيمان  او مشران ټول گډ ول له ټولو مذهبونو او فرقو څخه شاعران پرې راټول او خوشحال ول. لوى افغانستان په عدالت او نياو(انصاف) ودان و .
په تاريخي اطلسونو کښې د دوى سيمه او ځمکه دغوريانو په نامه ليدل کېږي اوس هماغه غور کښې ،چې حضرت فيروز کوه يې پلازمېنه وه . آهنگران يې لوى صنعتي ښار و ، لوږه  مرگ  او ژوبله ده .
د دوى خاوره پراخه وه ، ترجنوبي هند پورې يې دعدل انگازې خپرې وې . ليکوال هيله من دى  ، چې پښتانه زلميان به د غور  په اړه ډېره  څېړنه وکړي .
چـــې پــــــه توره ترک تازي کــــــا
هـــــــــغـــــــه هــرکله کامگار دي
چـــې اخلاص لري په زړه کښې
هــــــــغـــــــه واړه ايــمانــدار دي
ننگيالي ،چې په ننگ راشـي
نـــه پـــــــــه زويــه نه په پلار دي
ســــــل دښــکار تر تازي ځار شه
کــــــــــوټـه گان ، چې دبازار دي
مــــــور دې نــــه شي باندې بوره
چـــــې مـــــــېړونه د کــار زار دي
څـوک ، چې شته تر شرقه غربه
د تــــــورزنــــــو خــــدمتگار دي.
 خوشحال بابا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *