یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / بش ، چين ته ويلي ، چې د بشرحقوقو درناوى وکړي ؛

بش ، چين ته ويلي ، چې د بشرحقوقو درناوى وکړي ؛

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د ٢٠٠٨ ع کال داگست پر ٧ او د ١٣٨٧ ل هـ کال د زمري پر ١٧ دامريکې جمهور رييس بش چين ته لاړ ،چې هلته داولمپيک د لوبوپه مراسمو کښې گډون وکړي .
او د چين-امريکا دباسکټبال د لوبې سيالۍ وگوري. په دې سفر کښې بش لومړى جنوبي کوريا ته لاړ هلته ، چې هرکلى يې دوه گونې و : يو شمېر عيسويانو دده تود هرکلى وکړ او يو شمېر نورو ، چې مسلمانان هم په کښې ول ، د هغه په خلاف غږ پورته کړ. عکسونه يې ورته تور کړي وه او چليپا يې پرې ايستلي وه . دوى ويل ،چې بش خپلواک هېوادونه نيولي او دبشر حقوق يې تر پښو لاندې کړي دي .
په دوه يم پړاو کښې تايلنډ ته لاړ ، چې د مظاهرې ډېر گډونوال يې مسلمانان ول. دوى ويل له عراق او افغانستان څخه خپل پوځونه وباسئ.
د ډيموکراسۍ په نامه خپلواک هېوادونه مه نيسئ په افغانستان ، عراق ، فلسطين کښې انسانان وژل کېږي . بش په تايلنډ کښې پر چين نيوکه وکړه ، چې هلته يې د بشر حقوق تر پښو لاندې کړي دي او دعقېدې ازادي نشته .
چين د بهرنيو چارو وزارت د بش وينا د چين په کورنيو چارو کښې ښکاره لاس وهنه وبلله او زياته يې کړه ، چې: امريکا ځان هېر کړى . ، چې په کښې څه کېږي او څه روان دي . د رحمان بابا ددې بيت ارزښت ښکاره شو ، چې :
چـــــې مدام د بل وعيبو ته نظر کړې
خداى له خپله عيبه ولې بې خبر کړې
بش په اتو کلونو کښې د نړۍ بڼه واړوله . ده په لومړي گام کښې د ډيموکراسۍ سټه وايسته او د نړۍ په هېڅ گوټ کښې يې پرېنښوده. په دوه يم گام کښې يې دروغ دود کړل او تېرى ورته يوه عادي خبره شوه.
په دې ترڅ کښې په ټول افغانستان کښې د پښتنو او امريکايانو جگړه روانه ده . په پاکستان کښې هم جگړې له پښتنو سره روانې دي ، کوم ورانى ، چې په زابل کښې دى ، هماغه په سوات کښې روان دى . ظلم ، کرکه او وحشت سرحد نه لري ، په دواړو خواو کښې يوازې پښتانه وژل کېږي . په کراچۍ کښې خلک په دې وېروي ، چې طالبان را روان دي ((طالبايزېشن )) يې نوم ورکړى . که پخوا يې ويل پښتانه اوس يې طالب بولي.
پر ايران د بريد چمتو والى نيول شوى ، امريکايي اسرائيليان ټينگ دي ، چې پر ايران دې بريد وشي. په امريکا کښې اسرائيليان په سناتورانو کښې ډېر ملگري لري. سناتور(ليبرسن) ،چې په اصل کښې يهود دى . خپل کار يې پيل کړى ، هر ولايت ته ځي او خلکو ته خبرې کوي ،چې ټول دې د ايران لپاره يو موټى شي.د اسرائيلو او ايران سره جگړه به تودېږي.
خميني او هټلر يې يو شانې وباله ، چې د يهودانو دښمنان دي او داسرائيلو شتون نه مني. امريکا ٩٠ داسې الوتکې اسرائيلو ته ورکړي ، چې تېلو اخستو ته اړتيا نه لري ،چې والوته په هوا کښې تر ډېره پاتې کېداى شي.
افغانستان ، ايران او عراق يو له بل سره سرحد لري خو خوا په خوا پراته دي . دا هغه نقشه ښيي ، چې له افغانستان څخه نيولې تر مراکش پورې به د دوى په لاس کښې وي ، دپاکستان لپاره هم دا داسې يوه نقشه ده ، چې له مديترانې نيولې تر سرې بحرين پورې دا ټول به دامريکا او اروپا وي.
کله ،چې د ميلادي کال په لومړۍ پېړۍ کښې د چين ، کوچيان (کوشان) پارتيان او روم امپراتورۍ يو لاس وې ، د دوى تجارتي لار له چين څخه تر روم پورې همدا وه.
لو ى افغانستان او لرغونى تاريخ :
په نړى کښې څلور امپراتورۍ وې : چين ، کوشان، پارت او روم . هند له باکتريانا سره يو شوى و . دا کوچانيان يا کوشانيان ول ، چې چين ، پارت او روم يې په خپلو کښې پر تجارتي اړيکو پياوړي کړي وه . د ځمکې او اوبو له لارې تړل شوي و . په دې لويوه ځمکه کښې د تجارت موضوع د ټولو ترمنځ حياتي وه .
لوى افغانستان له همدې مهاله تامين شو ، چې بيا يفتليانو او ساکانو دا لويه امپراتوري وساتله . ان ، چې داسلام مقدس دين راغى.
وروسته له اسلام څخه صفاريان (ساکزي، غزنويان، غوريان )هم ددې امپراتورۍ ساتونکي شول . په اتلسمه پېړۍ کښې ميرويس نيکه او احمدشاه بابا تامين کړه ، خو په ١٩ پېړۍ کښې انگرېزان راغلل.
هر افغان بويه خپل تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کښې وگوري ، سره له دومره گډوډۍ دوى ته نور خلک هرڅه وايي. هر افغان ، هرپښتون بايد له ځانه دا پوښتنه وکړي ، چې ولې نن (٢٠٠٨ ع کال) څلوېښت هېوادونه افغانستان ته راغلي ؟
په دې نه شي پوهېداى چې همدغه تاريخي پړاونه ولې نه پېژني .
طالبان او دهغو مشران د تاريخ په نبض پوهېدلي دي . هرڅوک ،چې په دې نه پوهېږي ناپوه دي او نه پوهېږي ، چې نه پوهېږي .
د صـــــــبا بـــاده گوره په چــــمن بيا کړه
په چمن کښې رنگارنگ گلونه واکړه
بــې نازڅه خبر له نازه ،چې ناز څه دى ؟
ســـــتا دسترگو بلا واخلم ناز په ما کړه
زه لــــــــه خپــــــله بخته چاوته فرياد کړم
چــــــې پرون يې راته مــخ ونن يې شا کړه
عـــــاشقي کــــــه سراسر واړه بــــــــــــلا ده
مـــــــا پــــــه ځـــــان د زړه قبوله دا بلا کړه
خوشحال
پښتنو ته خپلو مشرانو په لرغوني تاريخ کښې عملي او نظري تگلارې پرېښي. اوس نو مونږ څه وکړو؟ يو شمېر پښتنو د نورو کتابونه ولوستل ، چې عمل او نظر يې د بل شو او مونږ يې په سپېره ډاگ پرديو ته پرېښودو.
مونږ ته به خپل ملي شتون او ملي پيدايښت د پوره ډاډ وړ ارزښت لري ؛ خو که وپېژندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *