یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / پښتانه ،پاکستان او طالبان

پښتانه ،پاکستان او طالبان

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په ١٨٠٠ ع کال کښې ،چې انگليسان هندوستان ته رسيدلي وه. نفاق ، قتل او لوټ پيل شو . انگليسانو له ايران سره لاس يو کړ او افغانستان ته ناخوالې پېښې شوې . لوړ درشل شاه زمان هوډ وکړ ، چې انگليسان او نور اروپايان له هند نه وشړي. په دې هوډ کښې نه يوازې مسلمانانوبلکې هندوانو هم ورسره مرسته کوله .
په همدې لامل دانگليسانو سفير سرجان مالکم ايران وهڅاوه ، چې شاه زمان ته ووايي ، چې بلخ دايران پادشاه ته پرېږدي.
لوړ درشل شاه زمان پياوړى و ، دايران پادشاه يې په ځاى کښېناوه دغه مهال دايران پادشاه آقامحمدقاجار و.
سرجان مالکم وويل: پرته له دې ، چې شاه زمان ته کورنى سرخوږى پيدا نه کړو، بله لار نشته . انگليسانو هغه وکړل ،او په دې کښې بريالي شول ، خو مونږ پند وانه خيست .
انگليسانو که جغرافيه بدله کړه ، تاريخ نه دى بدل شوى؛ ځکه يو پښتانه اوس په دواړو هېوادو کښې ، چې پاکستان او افغانستان دي وهل کېږي .
په دې کښې نن انگليسان يوازې نه دي ؛ امريکا، ناټو، کاناډا، استراليا، کورني پيسه ډب خائينان هم ورسره دي . دا خبره دلته شوې ده ، چې دين ، ناموس او خپلواکي مو په خطر کښې دي.
لوړ درشل شاه زمان ته د هندوستان له ټولو برخو نوميالي راغلل او له شاه زمان څخه يې وغوښتل ، چې دى دې د خپل نيکه په څېر لکه اتل هندوستان ته راشي،چې انگليسان له هندوستان څخه وشړي او دوى به ورسره پوره مرسته وکړي.
په ډېرو تاريخي پړاوونو کښې دهند مسلمانانو او هندوانو دافغانستان لور ته سترگې اړولي؛ دامان الله په پادشاهۍ کښې هم د هند د خپلواکۍ غوښتنې مشران راغلي وه ، چې دلته خپله خپلواکي څرگنده کړي .
يو هندي مشر دکتورسوباش چندرابوش د افغانانو په مرسته ترجرمني ورسېد او هلته يې له هټلر سره ، چې دجرمني لارښود ، وکتل او خپل غږ يې د برلين له راډيو راپورته کړ. ليکوال له هغې ډلې څخه ، چې له دوکتور سوباش سره يې مرسته کړې وه . دوه تنه ليدلي : آباد خان په پېښور کښې او حبيب خان په کابل کښې : دواړه اوس اروښاد دي. مطلب دا ،چې جغرافيه که بدله شي ، تاريخ پاتې وي.
اوس هم په هند  ، پاکستان  پښتونخوا، افغانستان او مرکزي اسيا کښې دغه تاريخي روحيه شته او ژوندۍ ده
د ١٣٨٧ ل هـ کال دزمري پر شپاړسمه د Ap اسوسي ايټډ پريس کښې NAHAL TOOSI په يوه راپور کښې راغلي ، چې د افغانستان ډېره برخه دطالبانو په لاس کښې ده . عدليې او شريعتي چارې ترسره کوي او خلک خپلې شخړې دوى ته ور وړي ، چې پرېکړه پرې وکړي د طالبانو قاضيان هرچېرې وي . دا کار ؛ ځکه خلک طالبانو ته وړاندې کوي ، چې لومړى طالبان رشوت نه اخلي ، دوه يم طالبان چټکه پرېکړه کوي ، درېيم دا ،چې د دوى پرېکړه په عمل کښې پلې کېږي . په دولتي محاکمو کښې رشوت له حده ډېردي. پرېکړه کلونه هم نيسي او نه ترسره کېږي يا په عمل کښې نه پلې کيږي.
لکه څنگه ، چې د جمهور رييس ،دولسي جرگې او دمحاکمو حکم په عمل کښې نه شي راتلاى . له دې داسې څرگندېږي ،چې افغانستان د دوى په لاس کښې نه دى ، خو نړيوالو پوځونو او بېليون بيليون ډالرو يو څه ساتلى او نه دولت داسې يو لاسي کار دى ، چې زده کونکي يې په ښوونځيو کښې چارې ترسره کړي . په داسې حال کښې ،چې پښتانه پر سپين ډگر ولاړ دي خو شا او خوا ورسره خواخوږي لري ،چې دا ليدل کېږي.
دافغانستان دغه دولت او ستميان د خندا وړ خبرې کوي دوى وايي ،چې افغانستان ته له پاکستان څخه ترهگر راځي او دا خبره په يوې جملې ځواب کېدى شي چې پاکستان ته له افغانستان څخه ترهگر راځي ؛ ځکه پوله يوه ده او شريکه ده .
هند هم پړه پر پاکستان اچوي دا بدامني ، چې په افغانستان ، هند او پاکستان کښې ليدل کېږي دا د بهرنيو ښکاره لاس وهنه ده ،چې هغه پوره ليدل کېږي .
همدا اوس افغانستان د لوى افغانستان پر بڼه پېژندل کېږي او يا ورته په همدې نظر کتل کېږي.
د تاريخ عملي څېړنه به همدا وي ؛ ځکه په ١٣٠٠ ل هـ کال کښې ،چې امان الله خان د خپلواکۍ اعلان وکړ او جگړه پيل شوه ، د لوى افغانستان برکت و ،چې انگلسان روغې او د افغانستان د خپلواکۍ منلو ته چمتو شول ، دا ،چې د خبرو سم خلک يې نه درلودل په خبرو کښې يې بايلودله . مطلب دا ،چې سرحدونه يې ومنل او پښتانه د جگړې په حال کښې پاتې شول؛ نو په دې برخه کښې د افغانستان او انگلسانو جگړه پاتې شوه .
د ظاهرشاه په ډيموکراسۍيا د ډيموکراسۍ په لسيزه کښې ، چې د افغان ملت جريده خپرېده ؛ استاد قيام الدين خان خادم دا خبره وليکله ،چې په افغان ملت کښې خپره شوه . په پښتونخوا کښې يې هرکلى وشو بيا هغه افغان ملت پاتې نه شو، چې د لوى افغانستان خبرې يې کولې ، هغوى خپله هڅه وکوله . اوس بيا هماغه جگړه ، چې ټوله پانگواله نړۍ په دې جگړه کښې يو موټې ده او په کښې دانگليس اوامريکا هوډ يو شانې نه دى .
دواړه له طالبانو سره جگړه کوي خو هوډونه يې توپير لري.
په دا لار د شهسوارانو ختل گران دي
گــوډه ! څو باندې خېژې ملکنـــډ دى
خوشحال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *