یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د دولت مذاکراتي ټيم رد کړ

طالبانو د دولت مذاکراتي ټيم رد کړ

طالبانو د دولت  مذاکراتي ټيم رد کړ او ويلي يې  دي چې له امريکا سره مخامخ خبري کول غواړي په دې اړه طالبانو خبر پاڼه خپره کړې ده

ذبیح الله مجاهد مجاهد وايي

نن(پرون)  په جنیوا کې د افغانستان په اړه غونډه وه، په غونډه کې د کابل ادارې مشر اشرف غني هم له خپل یو ټیم سره ګډون کړی و.
اشرف غنې هلته په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې ګنې مذاکراتي ټيم يې ټاکلی او له اسلامي امارت سره خبرې کوي، نوموړي د مذاکراتو په اړه داسې پیشنهادونه هم درلودل چې د ده ترصلاحیت ډیر لوړ وو.
د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت دریځ ډير واضح دی، اسلامي امارت د خپل ملت په استازيتوب له تیرو اتلسو کلونو راهيسې له امریکايي اشغالګرو سره په جګړه بوخت دی.
اسلامي امارت د افغان مجاهد او قهرمان ملت په استازيتوب او په خپل مالکیت د مقدس جهاد د کامیابي لپاره له امریکايي اشغالګرو سره هم جګړه کوي او هم مذاکرات کوي.
له بې واکه او د پردو لخوا تپل شوو جهتونو سره مذاکرات کول د وخت ضایع کیدل بولي، ځکه چې بې واکه جهتونه د پریکړو اختیار نه لري.
ټوله نړۍ پوهیږي چې له یوې خوا ترنیمایې زیات افغانستان باندي د اسلامي امارت واکمني ده له بلي خوا د کابل رژیم د امریکایانو لخوا رامنځته شوی او پر افغان مسلمان ملت تپل شوی دی، دغه رژیم نه د افغانستان د خلکو نظام دی او نه هم د افغان میړني او مجاهد اولس نمایندګي کولای شي.

د دولت په  مذاکراتي  بورډ کې ټول ۱۲ کسان دي او مشري به یې د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي کوي.

د بورډ نور غړي په لاندې ډول دي:

د پوهنې وزیر محمد میرویس بلخلي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه ساپۍ
د لوړو زدکړو د وزارت معین عبدالتواب باالکرز ی
د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت معینه ډاکټره عالمه
د ملي امنیت د لوي ریاست معاون جنرال عبادالله عباد
د ولسي جرګې غړې شاه گل رضايي
د علماوو شورا غړی عطالله لودین
د پکتیا والي شمیم خان کټو ازی
د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي
د بهیرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو ر ئیس توریالی غیاثي
د حج اوقافو معین عبدالحکیم منیب

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *