یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / نعت شريف

نعت شريف

الحاج محمد امين صاحب

محمد مصطفى راغى په دنيا

حبيب کبريا راغى په دنيا

جهان روښانه شو تياره لاړه لاړه

عجب شمس الضحى راغى په دنيا

تزلزل جوړ شو په ماڼۍ دکسرا

چې سردار لوا راغى په دنيا

دشيطانانو په مخه خاورې توې شوې

چې دظلمت سبا راغى په دنيا

په بت خانو کې هم بتا شو نسکور

چې شاه دوسرا راغى په دنيا

مبارکې شوله په کوم مکان

فخر انبياء راغى په دنيا

مبارک شه ګدا محمد آمينه

دمولا محبوبا راغى په دنيا

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *