یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / ايران امريکا پرتوغنديويي بريدونو وگواښله

ايران امريکا پرتوغنديويي بريدونو وگواښله

د ایران د سپاه انقلاب د هوایي فضا د فرقې قوماندان امیر علي حاجي زاده ویلي  که امریکا دايران  پر ضد گام پورته کړي نو ايران به  په افغانستان، عربي متحده اماراتو او قطر کې د امریکا هوایي اډې په توغندیو وولي  امیر علي حاجي زاده ویلي ایران دا توان لري چې په خلیج کې امریکايي الوتکو او کښتيو بريد وکړي

د ایران دغه چارواکي پر خبره   دايران  دخپلو  هوایي ځواکونو د توغندیو پياوړتیا ډېره کړې او کولی شي چې په کندهار، قطر او عربي متحده اماراتو کې د امریکایي ځواکونو هوایي اډې وولي

ایران تر دې وړاندې ویلي و، چې که امریکا کوښښ وکړي، د ایران د تېلو صادارت بند کړي، دغه هېواد به د هورموز په تنګي کې د تیلو د انتقال چارې ګډوډې کړي.

خو تر دې دمه نه دی توانېدلی چې خپله دغه خبره پلي  کړي. د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې چې ورسره جوخت پر ایران بې ساري بندیزونه لګېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *