یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / محمد حسن جان المدني (رحمة الله عليه) ژونــد او آند

محمد حسن جان المدني (رحمة الله عليه) ژونــد او آند

ليکنه: محمد طارق نجم

د شيخ الاسلام شهيد علامه محمد حسن جان المدني (رحمة الله عليه) ژونــد او آند:

د عالم اسلام په سطحه يو ښکلی عالم، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سيرت ماهر ، د مبارکو احاديثو پروفيسر ، د قرآن کريم په معنى او مفهوم کې د عقلي او نقلي دلايلو سرمايه، تکړه ليکوال، په مختلفو ژبو ماهر ، د فن مالک، لنډه دا چې په ټوله اسلامي نړۍ کې چې تقريباً ٥٦ يا ٥٧ هېوادونه تشکيلوي د يو نيک ، ښکلي او نابغه شخصيت په حيث شهرت لروونکی ٶ .

چې هغه حضرت مولانا محمد حسن جان المدني نوميده.

شيخ الحديث جامع المعقول و المنقول حضرت مولانا حسن جان المدني د ابو الحسن علي اکبر جان زوى د مولانا الحاج حافظ جمال الدين لمسى او د مولانا خير الدين کړوسى وو چې بيا د خير الدين صاحب پلار بختيار احمد او نيکه يې حضرت مولانا محمد حسن قريشي نوميده.
د حضرت مولانا حسن جان صاحب دغه مشر نيکه يعنې حضرت مولانا حسن قريشي صاحب د جهاد په سلسله کې د افغانستان د قندهار ولايت نه د پېښور د اشنغر سيمې د چارسدى پړانګو ياسين زو ته راغلی او هلته يې استوګنه اختيار کړې وه.
مولانا حسن جان صاحب د مور لخوا نه د افغانستان د کونړ ولايت د ساداتو دروند قوم سره تړاو درلود.
لنډه دا چې مولانا حسن جان صاحب د دوشنبې په ورځ په کال ١٣٥٧هـ،ق د ذوالقعدې په لومړۍ نېټه چې د کال ١٩٣٨م د جنورۍ له ٦مې سره سمون خوري په يوه عالمه او دينداره کورنۍ کې سترګې غړولې وې.
لومړنۍ زده کړه يې له خپل پلار جامع المعقول والمنقول حضرت مولانا علي اکبر جان صاحب سره او بيا يې له خپلو ترونو هر يو مولانا رحمان الدين نقشبندي او مولانا حافظ محمد اسماعيل صاحب سره سرته رسولې وې او بيا يې ديني مدارسو ته مخه کړه چې د اول ځل لپاره يې د اتمانزو په نعمانيه مدرسه کې او بيا يې د هغې نه وروسته د چارسدې اسلاميه مدرسه کې زده کړې وکړې.
له هغې نه وروسته يې د احاديثو دورې لپاره د لاهور اشرفيه مدرسې ته مخه کړه او هلته يې د حضرت مولانا الحاج حافظ محمد ادريس کاندهلوي رحمه الله او د شيخ الحديث مولانا الحاج محمد رسول خان هزاروي المتوفي ١٣٩١هـ،ق نه په کال ١٣٧٦هـ،ق د شعبان په مياشت کې د فراغت سند ترلاسه کړ او د شيخ مولانا ظفر احمد عثماني او حضرت مولانا رسول خان صاحب په مبارکو لاسونو ورته د فضيلت پټکۍ وتړل شوه، چې د دويم ځل لپاره يې د واده پر موقع په کال ١٣٧٧هـ،ق کې دخپلې سيمې مشهورو مشرانو علماء کرامو په مبارکو لاسونو ورته يو ځل بيا د فضيلت پټکۍ وتړل شوه او د دې ترڅنګ د فاضل دينيات په امتحان کې د اکوړي خټک د مدرسې نه د ممتاز په درجه بريالی شو.

او همداراز د پېښور په مولوي فاضل او منشي فاضل په امتحانونو کې ورته د خداى (ج) په فضل او مهربانۍ سره امتيازي کامراني او کاميابي ور په برخه شوې وه.
مولانا حسن جان صاحب په کال ١٣٨٢هـ،ق چې د کال ١٩٦٢م سره سمون خوري د مدينې منورې په اسلامي جامعه کې په کلية الشريعة کې قبول شو او ياده دې وي چې نوموړی د پاکستان لخوا نه په هغو اتلسو شاګردانو کې يو شخص وو چې په لومړي ځل ورته هلته د داخلې شرف او اعزاز ورپه برخه شوى وو. د څلورو کلونو په تېرولو يې د ليسانس دوره تکميل کړه ، په ٤٠٠ نمرو کې په ٣٩١ نمرو حاصلولو سره په لومړۍ درجه فارغ د ممتاز درجې او الشرف الاولى مرتبې سند يې ترلاسه کړ او خوشبختانه چې نوموړي د اقامت په دغه څلور کلنه دوره کې د مدينې منورې نبوي (على صاحبه الصلوة و السلام) په جامع مسجد کې د قرآن کريم حفظ هم پيل کړ چې په کال ١٣٨٥هـ،ق د شعبان په ٢٩ مه يې قرآن کريم هم حفظ کړ.
نوموړي وروسته له دې چې له مدينې منورې څخه راوګرځيد او خپل هيواد ته راستون شو نو په کال ١٣٨٦هـ،ق کې يې د چارسدې په نعمانیه مدرسه کې د شيخ الحديثۍ او سر معلمۍ په دنده وګمارل شو او له همدغه ځاى يې د احاديثو د تدريس مزل پيل کړ.
په کال ١٩٧١م کې يې د تدريس د بختور شغل سره سره د پېښور له پوهنتون څخه د ماسټرۍ په امتحان کې د ممتاز درجې سند هم ترلاسه کړ چې بيا د پاکستان د حکومت لخوا ورته لوى مډال او جائزه هم د انعام په ډول ورکړل شوه.
د نعمانيه په دارالعلوم کې د ٧ کاله تدريس کولو څخه وروسته د ټل کوهاټ عربيه دارالعلوم ته لاړ او درې کاله يې هلته د طالبانو علمي تندې ماتولو لپاره تير کړل او بيا د اکوړي خټک مشهورې مدرسې ته لاړ او هلته يې هم تقريباً دوه کاله تدريس وکړ.
له هغې نه وروسته يې د مردان په اکبر دارالعلوم کې پنځه کاله تدريس نه وروسته د پېښور صدر امدادالعلوم مشهورې ديني جامعې ته راغی او دا دی تر شهادته پورې يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مبارکو احاديثو د تدريس په شغل کې د ژوند شپې او ورځې تيرولې او د مختلفو هيوادونو طالبانو د نوموړي له ښکلي علم نه ځانونه سيرابول او خپله علمي تنده به يې پرې ماتوله.
دا چې مولانا حسن جان صاحب د ښکلي او نيک شهرت لروونکی وو ، نو هماغه وو چې د پاکستان د سرحد صوبې درنو پښتنو پرې اعتماد وکړ او پارلمان ته يې بريالي کړ چې د کال ١٩٩٠م نه تر کال ١٩٩٣م پورې يې دا دنده ښه په بريا سره ترسره کړه.
مولانا حسن جان صاحب د دې ترڅنګ په ډېرو نورو اهمو اهمو دندو ګمارل شوى وو. خو هر ځل په خپله دنده کې موفق او کامياب وو.
مولاناحسن جان صاحب د تاريخ سره هم بې کچه مينه درلوده او له همدې امله چې تاريخ صرف د کتاب په پاڼو کې نه، بلکې په عملي توګه يې هم د يو لړ اهمو تاريخي ځايونو او اولياء الله مزارونه ليدلي وو ، د نړۍ مختلف هيوادونو ته يې سفرونه کړي وو چې د بېلګې په توګه افغانستان، هندوستان، ازبکستان، ايران، سعودي عربستان، اردن، لبنان، شام، فلسطين، مصر، جنوبي افريقا او داسې نور، چې د هغوي له جملې څخه د يو لړ تاريخي ځايونو نومونه او يو لړ مزارونه په لاندې توګه ذکر کيږي: لکه بدر، احد، خندق، حديبيه، طائف، جعرانه، حنين، سيف البحر، په اردن کې د بيت المقدس ښار، د اقصى مسجد او ورسره د سليمان عليه السلام مزار، د سلمان فارسي، رابعه بصريه، د اويحا ښار سره نږدې د موسى عليه السلام مزار، د حضرت يونس عليه السلام مزار او ورسره کلي کې د اصحاب کهفو د ښخولو ځاى او د خليل په ښار کې د سيدنا ابراهيم عليه السلام، د سيدنا اسحاق عليه السلام، د سيدنا حضرت يعقوب عليه السلام او د هغه د پاکو بيبيانو او د سيدنا حضرت يوسف عليه السلام مزارونه ديادولو وړ دي.
په شام او سوريا کې هغه جامع مسجد چې په هغې کې د حضرت يحيى عليه السلام او حضرت حسين رض مبارک سرونه دفن دى.
همداراز د سلطان صلاح الدين ايوبي او د سلطان عماد الدين مزارونه هم موجود او د يادولو وړ دي.

همداراز د دمشق په ښار کې د امام فخرالدين رازي، امام شيخ عبدالغني نابلسي، شيخ ابن عربي او د دمشق په مکتبه ظاهريه د باب الصغير مقبره کې د سيدنا بلال رضى الله عنه، عبدالله بن جعفر الطيار ، زينب الصغرى چې په ام کلثوم ياديده او د حضرت عمر فاروق ښځه وه. همداراز سکينه بنت الحسين او د حضرت عبدالله بن ام المکتوم مزارونه د يادولو وړ دي.
د حمص په ښار کې د سيدنا خالد بن وليد مزار، عبدالرحمن بن خالد، عبيدالله بن عمر، عمرو بن عنبسه، حضرت وحشى رض، ابو موسى الاشعرى رض، عکاشه بن محصن او عکرمه بن ابى جهل رض، ابى امامة الباهلى، عمرو بن معديکرب، وغيره مزارونه د يادولو وړ دي.
د لبنان په طرابلس او بيروت ښارونو کې د امام اوزاعي په څېر مزارونو ليدنه کتنه يې کړې وه.
په دغو سفرونو کې يې د يو لړ مشهورو علماء کرامو سره ليده کاته او صحبتونه کړي وو چې د هغوى له جملې څخه په اردن کې د اسلامي علومو د رابطې مدير شيخ تيسير الظبيان، الشيخ محمد علي الزغبي اللبناني او داسې نور.
په دمشق ښار کې د شيخ سعيد البرهاني الحنفي، الشيخ عبدالوهاب، الشيخ عبدالرحمن الزغبى الشافعي، الشيخ بهجة البيطار وغيره.
د حمص په ښار کې د مشهور عالم الشيخ وصفي احمد نقشبندي.
د حمات په ښار کې د التصوف فى الکتاب و السنة مصنف شيخ محمد الاديب الکيلاني، شيخ محمد حامد الحنفي، د عورة المراة فى الاسلام مؤلف شيخ بشير شفقه.
د حلب په ښار کې شيخ محمد فوز الحمامة، الشيخ المرشد عبدالقادر بن عيسى الحنفي چې نوموړى هلته د اخوان الفقراء مؤسس او د شاذلي طريقې مشهور بزرګ او د طريقت خاوند ګڼل کيږي چې حقائق عن التصوب تاليف يې ډېر مشهور او مفيد دي او داسې نور.
مولانا حسن جان صاحب يو لوى زاهد او عابد شخصيت وو د يو ښکلي مؤمن په حيث يې له عبادت څخه په مکرر ډول خوند اخيست د تهجدو ترڅنګ د ټولو نفلي لمونځونو سخت پابند وو. پنځلس ځلې خو ورته د بيت الله شريف د حج کولو شرف او اعزاز ورپه برخه شوى وو او سږ کال يې هم د معمول مطابق لکه د مخکينو کلونو په څېر د حج داخله کړې وه او داخله يې هم منل شوې وه خو متاسفانه چې ژوند ورسره ياري ونه کړه او بالاخره په کال ١٤٢٨هـ،ق د رمضان المبارک په دريمه چې د کال ٢٠٠٧م د ستمبر د مياشتې شپاړسمه او د کال ١٣٨٦ هـ،ش د سنبلې د مياشتې پنځه ويشتم تاريخ سره سمون خوري د پېښور وزير باغ په سيمه کې د ماښام په وخت د نامعلومو اشخاصو د لاسه په شهادت ورسيد.
د پېښور صدر قيوم سټيډيم کې پرې د جنازې لمونځ وشو او زرګونو طالبانو او نورو مينه والو يې د جنازې په لمونځ کې برخه واخيسته. په پاى کې د الوداع الوداع الشيخ الوداع او الله اکبر په نعرو سره خپلو شاګردانو او نورو عقيدتمندو د پېښور سره نږدې د جهګړا احسن المدارس په احاطه کې خاورو ته وسپاره.
لکه په اول کې مو چې يادونه وکړه مولانا حسن جان صاحب يو تکړه ليکوال هم وو د درس او تدريس ترڅنګ يې تاليف او تصنيف ته هم وخت ورکړى و چې د يو لړ رسالو، سفرنامو، په مختلفو مجلو او اخبارونو کې ښکلى ښکلى مضامينو ليکلو ترڅنګ يې
د النظوم الاقتصاديه فى الدولة الاسلامية،
احسن الخبر فى مبادى علم الاثر،
احسن البيان فى مقدمة تفسير القرآن
او برکة المغازي غوندې وزين وزين تاليفات يې د يادولو وړ دي.

شاعر يې په اړه څه ښه ويلي دى:

شهيد شيخ حسن جان رحمه الله
هغه د اخلاقو په جامه ښکلى انسان دې څه که
شيخ القرآن دې څه که
مرګيه وايه مولانا صيب حسن جان دې څه که
هغه د اخلاقو په جامه دروند معتبر شخصيت
هغه د مينې او وفا نه ډک بهتر شخصيت
هغه خوش مزاجه خوش اخلاقه بااثر شخصيت
هغه د علم سمندر او بې پايان دې څه که
شيخ القرآن دې څه که
مرګيه وايه مولانا صيب حسن جان دې څه که
هغه د علم سمندر ښکلى ساده پښتون
هغه د حيا او د غيرت ډک شهزاده پښتون
پر يو خبره يو اراده يو ايمان پښتون
هغه بې مثله ځلنده ستورى د اسمان دې څه که
شيخ القرآن دې څه که
مرګيه وايه مولانا صيب حسن جان دې څه که

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *