دوشنبه , 17 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / اشرف غني : محمد (ص) د محبت او رحمت مشالونه روښانه کړي

اشرف غني : محمد (ص) د محبت او رحمت مشالونه روښانه کړي

اشرف غني د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د مبارک ميلاد د نمانځنې په مراسمو کې ویلي ، د علماو شورا رئیسان به د ټولو ولایتونو په اداري غونډو کې ګډون ولري.
د علماو او د جوماتونو د خطیبانو د حج سهمیه به ډېره شي
د حجاجو معلمان به د جوماتونو له امامانو څخه ټاکل کېږي
د دولتي ادارو په مرسته به امامانو او علمای کرامو ته د کمپیوټر زده کړې ټولګي جوړېږي.

ډاکټردشرف غني ويلي دي . د افغانستان ملت او مسلمان امت  ته د میلاد النبي د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د رسول الله مبارک بعثت په داسې زمانه کې و چې جنګ، جهل، نفاق او بې رحمۍ د خلکو ژوند تریخ کړی او خلک د ظالمانو او جاهلانو له لاسه تباه او برباد وو.

اشرف غني  د افغانستان ملت او مسلمان امت  ته د میلاد النبي د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د رسول الله مبارک بعثت په داسې زمانه کې و چې جنګ، جهل، نفاق او بې رحمۍ د خلکو ژوند تریخ کړی او خلک د ظالمانو او جاهلانو له لاسه تباه او برباد وو.

داشرف غني پر خبره  موږ باید خپلې زده کړې بیاوارزوو. هغه زده کړې چې د ټولنې د فلاح او د خلکو د نېکمرغۍ لامل ونه ګرځي، دښمنۍ او تفرقې ختمې نه کړي او د تحرک، فعالیت او پرمختګونو دروازې د ټولنې پر وړاندې خلاصې نه کړي، ماتې خوړلې زده کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *