یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / زما اوس سر پرې خلاص شو

زما اوس سر پرې خلاص شو

ليک: عزت الله نورزی

د ډاکټر صاحب د کتاب په سمون لګیا وم، د پروسې کلمه مې مخې ته راغله. څو کاله وړاندې مې دغه کلمه د چشماټو کاکا له خولې اورېدلې وه. د اتم ټولګي متعلم وم، چې له ښوونځي به راغلم، د کرهڼې کارونه به مې کول. ماسپښین ټکنده غرمه وه، کښت (زراعت) ته مې اوبه بوتلې. ورو ورو ټکان وشول، ټکان زیاتېدل، بالاخره د سرک په سر داسې دودونه پورته کېدل، چې د اسمان مخه یې ونیوله. څلور ساعته وروسته جيټ او څرخۍ الوتکې راغلې په کلیو یې دورې خوړلې، یو یو وار یې هم کاوه.

زه له اوبو سره لګیاوم، چې اوبه مې خلاصې کړې، کور ته ولاړم، ډېر وګړي او کورونه د دې جګړې قرباني شول. په کلي کې اوازه وه، چې د کمپاین هم ډېر موټر سوځېدلي دي.

په کمپاین هره ورځ جنګ و، خلک هم ترې ستړي وو، د خلاصون دعاوې یې کولې. سهار وختي د ښوونځي په لور روان شوم، په سرک د ۶۰ شپېتو په شاوخوا موټر سوځېدلي وو، کوم موټر چې چپه وو، معدني اوبه پکې اوبه ترې راوتې وې. ځینې چې سم سوځېدلي نه وو، خلکو یې دروازې ور ماتې کړې وې، د اوبو په شمول یې خوراکي توکي نه وړل؛ ځکه مردار ورته ښکارېدل. امریکایانو یې هم تماشه کوله، چې ښوونځي ته ورسېدم، په لاره کې دوه د کمپاین کانټینر موټر چپه وو، پاک سوځېدلي نه وو. دوه کوچیان او درې د سیمي وګړي، پرې اخته وو، د یوه کانټینر سرغوچ یې مات کړ خالي و. د بل سرغوچ یې ورمات کړ، درې ګاډۍ سیم پکې پروت و، یوه ګاډۍ کوچیانو یووړ، یوه د هماغه ځای هلکانو یووړ. یوه پاتې شوه، چې زه له ښوونځي راوګرځېدم، عسکرو په وسپنه اخیستونکي خرڅه کړه. چې کلي ته ورسېدم، خلکو رانه وپوښتل، د کمپاین د موټرو څه حال و؟

– دومره ډېر موټر سوځېدلي وو چې پوښتنه یې مه کوئ.

– څه شی پکې بار وو؟

– ځینې موټر پاک سوځېدلي وو، کور او ګور یې نه معلومېد، ځینې چپه شوي وو، د اوبو بوتل ترې باد وو.

کمالو لاسونو ته ټک ورکړ، شکر خدایه.

سیدخان کاکا چې په کمپاین کې یې لږ موټر چلولی و، ورغبرګه کړه: – په یوه موټر شپږلکه افغانۍ ورکوي، دا روزي یې هم نشوه.

ظاهر ورته وویل: «هر موټر څلوېښت لکه افغانۍ قېمت لري، دا څومره کېږي؟»

یو بل ورغبرګه کړه: – زیات موټروانان هم پکې سوځېدلي دي. ناستو وګړو لاسونه لپه کړل چې رب د دوی ټول پکې وسوځوي.

چشماټو کاکا ورته وویل: «اې د احمقې زامنو! دغو سوځولو ته مه خوشحاله کېږئ، دا د امریکا یوه پروسه ده، امریکا چې هره ورځ درې سوه موټر اوبه کندهاره ته لېږدوي، هر موټر ته شپږلکه روپۍ ورکوي، ولې په کندهار کې فابریکه نه پرې جوړوي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *