یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / زلمي خلیلزاد: افغان سولې ته خوشبین او هیله من يم

زلمي خلیلزاد: افغان سولې ته خوشبین او هیله من يم

زلمي خلیلزاد ويلي دي  امریکا هم د سولې د خبرو او هم د ټاکنو ملاتړ کوي،‌ خو ويلي يې دي  که سوله تر ټاکنو دمخه وشي ښه به وي.‌

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت سلاکار زلمي خلیلزاد  په کابل کې  ویلي کې  هیله لري چې له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو دمخه وشي.

دغو ټاکنو ته د ۲۰۱۹ میلادي کابل د اپریل میاشت ټاکل شوې خو کره نیټه یې تر اوسه نه ده  اعلان شوې.

خلیلزاد چې تیره اونۍ یې د دوهم ځل لپاره په قطر کې د طالبانو له سیاسي‌ استازو سره خبرې وکړې،‌ د یکشنې په ورځ (نوامبر ۱۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې د خبرو د بهیر په اړه “په احتیاط خوشبین” او “هیله من” دی.

خو هغه وویل دې او نړۍ او هم افغانان په دې پوهیږي، چې د جمهوري ریاست ټاکنو ته نیټه ټاکل شوې اود ټاکنو لپاره چاپيریال هم رامنځ ته شوی او خلک ټاکنوته چمتوالی نیسي.

خلیلزاد ویلي  ” ترکومه، چې د امریکا متحده ایالاتو پورې اړه لري، مونږ د سولې له هڅو ملاتړ کوو، لکه، چې سفیر جان باس په خپل یو ټویټ کې د ټاکنو په اړه ویلي زه هیله لرم، چې طالبان او نور افغانان به د ټاکنو نيټه د سولې تړون ته د رسیدلو لپاره د ضرب العجل په توګه کار واخلي، ترڅو د ټاکنو وړاندې د سولې ټړون ته سره موافقې ته ورسیږي دا به زما هیله وي او د افغانانو هیله هم ځکه کله ، چې مونږ ژز سولې ورسیږو ښه به وي، ځکه زورزیاتی پیښې به پای ته ورسیږي، ټاکنو کې به ګډون پراخه وي او د ټاکنو پایلې به هم په پراخه کچه د منلو وي، خو که دا کار وشي او که نه، دا یوازې د حکومت په لاس کې خبره نه ده او بل اړخ طالبان هم باید ورسره موافقه وکړي”.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *