یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د جمعیت علماء اسلام گوند: د مولانا سمیع الحق جسد د پوسټ مارټم لپاره نه راباسو

د جمعیت علماء اسلام گوند: د مولانا سمیع الحق جسد د پوسټ مارټم لپاره نه راباسو

د جمعیت علماء اسلام سمیع الحق گوند ويلي دي ، د پاکستانیو پولیسو او دپاکستان سترې  محکمې هغه حکم  نه مني، چې د مولانا سمیع الحق مړی دې  د پوسټ مارټم لپاره  بېرته راوباسي

مولانا سمیع الحق د روانې نومبر میاشتې پر دویمه نېټه په راولپينډۍ کې په خپلې کوټې   کې په چړو وژل شوی و، چې لا يې هم قاتلین څرګند نه دي.

د جمعیت علما اسلام (س) گوند ویاند مولانا یوسف شاه ویلي ، د مولانا سمیع الحق پوسټ مارټم يې نه د هغه د وژنې په ورځ کړی او نه يې هم اوس کول غواړي.

یوسف شاه زیاتوي: “شریعت همدا وايي ، چې که د وژل شوي کس د کورنۍ خوښه نه وي، له قبره یې بېرته نشئ راکښلی

د راولپينډۍ ځايي  سترې محکمې پولیسو ته امر کړی، چې د مولانا سمیع الحق مړی بېرته راوکاږي دجسد د بيا ليدنه  يې د وژنې  په پلټنو کې ورسره مرسته وکړي.

د راولپينډۍ پولیسو ځينو سرچینو  ویلي، د مولانا سمیع الحق د وژنې پلټنو کې لویه ستونزه د هغه پوسټ مارټم تر مړینې وروسته طبي معاینه نه کول دي، چې له امله يې پلټنو کې پرمختګ نه کېږي.

دمولانا سمیع الحق  کورنۍ او ګوند دواړه وايي، دوی يې پوسټ مارټم نه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *