یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو يو ځل بيا د امريکا له پلاوي سره کتلي دي

طالبانو يو ځل بيا د امريکا له پلاوي سره کتلي دي

د طالبانو  وياند ذبیح الله مجاهد په يوې خبرپاڼې کې  ويلي دي چې طالبانو د نومبر د میاشتې په ۱۴-۱۵-۱۶ مو نیټو د امریکا له یوه لوړ پوړي هېئت سره په دوحه کې کتلي او دا خبري په ابتدايي پړاوو کې وې  لا تراوسه په هیڅ کومه مسئله باندې توافق نه دی شوی

 

د طالبانو د وياند ذبیح الله مجاهد خبرپانه په دې ډول ده.

د روان میلادی کال د نومبر د میاشتې په ۱۴-۱۵-۱۶ مو نیټو د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي هئیت د امریکا له یوه لوړ پوړي هېئت سره په دوحه کې وکتل او د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل یې خبرې وکړې.
دا خبرې ابتدایي وې، تراوسه په هیڅ کومه مسئله باندې توافق نه دی شوی،د اسلامي امارت له لوري د افغانستان موجوده وضعیت، په سپیڅلي اسلامي نظام ټینګار او د مسئلې د واقعي حل په اړه ریښتیني حقایق بیان شول، د موقت حکومت یا د راتلونکي ولس مشر او انتخاباتو په اړه چې په رسنیو کې له حقیقت نه لیري کوم تبلیغات کیږي، یا د پټو کړیو او اشخاصو له خوا افواهات خپریږي،یا ځیني شنونکي له ځانه اټکلونه کوي هغه هیڅ حقیقت نلري.
دوی په لوی لاس غواړي تشویش او شکوک ایجاد کړي، موږ خپلو مجاهدینو او خپل مسلمان ولس ته اطمئنان ورکوو چې داسلامي امارت استازي به هیڅکله په داسې څه توافق ونه کړي چې هغه د اسلامي اصولو، د اسلامي امارت د پالیسي، د شهیدانو او په سنګر کې د مجاهدینو له سپيڅلو ارمانونو سره سمون ونلري.
د افغانستان د مسئلې په اړه هره فیصله چې کیږي، د هغې په هکله به، اسلامي امارت خپل مجاهدین او ولس په جریان کې اچوي. ان شاءالله

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۱/۳/۱۴۴۰هـ ق
۲۸/۸/۱۳۹۷هـ ش

ــ ٢٠١٨/١١/١٩م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *