یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د محقق څرگندونې رد کړي دي

طالبانو د محقق څرگندونې رد کړي دي

د طالبانو  وياند ذبیح الله مجاهد په يوې خبرپاڼې کې  د کابل ادارې د یوتن چارواکي محقق هغه خبرې رد کړي دي  چې گوندي دامريکا ځانگړي استازې ډاکټر زلمي خليلزاد  د طالبانو د مرستیال  مولوي محمد یعقوب سره کتلي دي  نورې خبرې په خبرپاڼه کې دي

د اسلامي امارت د مرستیال په اړه د ناسم پروپاګند په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په هیواد کې ځينو رسنیو د کابل ادارې د یوتن چارواکي محقق په حواله راپور خپور کړ چې ګنې د اسلامي امارت مرستیال محترم مولوي محمد یعقوب صاحب له امریکايي استازي خلیلزاد سره په کوم ځای کې لیده کاته کړي دي.
موږ دا خبره په کلکه ردوو، د کابل ادارې چارواکې په داسې افواهاتو خپرولو سره خپله وارخطايي کابوکول غواړي.
له رسنیو څخه هم هیله کیږي چې د بې اساسه راپورونو له نشر څخه ډډه وکړي، ترڅو يې حیثیت زیانمن نشي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۳/۱۴۴۰هـ ق
۲۶/۸/۱۳۹۷هـ ش

ـ ٢٠١٨/١١/١٧م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *