یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / په بلخ کې يو افغان ممثل وژل شوى

په بلخ کې يو افغان ممثل وژل شوى

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع ويلي دي  دبلخ د ولايت د ځاى سنيما يو  افغان هنرمند او ممثل قدوس فرهمند د جمعې پر  ماښام د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان تنگي سيمه کې وژل شوی دی. دسامع پر وينا پر نوموړي د دوو موټرسايکل سپرو له لوري بريد شوی

سامع همدا راز ويلي  چې ممکن دغه پېښه د شخصي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وي خو زياتوي چې د موضوع روښانولو په موخه يې سيمې ته پلاوی استولی دی.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ څانگې مدير ذبيح الله اريايي  ويلي  قدوس فرهمند د فلمونو، ډرامو او سټېج د سر بريالی ممثل و همېشه  به يې د تياتر له لارې د سولې، ورورلۍ او مينې پيغامونه لېږدول.

قدوس فرهمند  په مشهور افغاني سريال (شېرين) کې د لوبېدو تر څنګ په ګڼو فلمونو او د سټېج د سر ډرامو کې هم رول  لوبولی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *