یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرونه / د ننگرهارپه خوږياڼو کې د طالبانو اودولتي سرتيرو نښته شوى

د ننگرهارپه خوږياڼو کې د طالبانو اودولتي سرتيرو نښته شوى

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر  ويلي دي چې تېره شپه امریکایي ځواکونو د افغان سرتيرو په ملتيا دننگرهارولایت خوږیاڼو ولسوالۍ زاوي سیمه کې په هغو طالبانو  چې له داعش سره په جګړه بوخت وو،  عمليات کړى،  چې له غبرګون سره مخامخ شول،  له امله يې ۱۶ کمانډو عسکر وژل شوي، ګڼ نور ټپیان دي، په نښتو کې ۳ طالبانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړي  ۳ نور طالبان ټپيان دي.

د ننگرهار ولايت څخه په خپره  شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې ننگرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ زاوې سیمه کې د ملي امنیت اړوند ۰۲ ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه ترسره شول، د طالبانو د سرې  قطعې قوماندان مخبیت او یو شمیر سرګروپانو په گډون دیرش طالبان وژل شوي

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *