یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / نعت شريف

نعت شريف

الحاج محمد امين رح

ياديږي چې زيبا ښکلى دلبر د مدينې
اى بادې سبا راوړه نن خبر د مدينې
دخداى دپاره ورشه اى نسيم سبا ئي
عرض وکړه راشه ورشه په سرور د مدينې
صلوة سلام يوسه کړه بيان حال د فرقت
زخمي مې اندرون شو په نشتر د مدينې
ياديږي چې ښائسته باب السلام د مصطفى
زړګى مې لاړ حرم ته برابر د مدينې
بيا باب جبرائيل کى دى ولاړ لاس په نامه
شوى بيا باب الرحمت زما ګزر د مدينې
بيا څيرې ګريوان لاس په نامه او ژړيږي
روضې پورې دسيدالبشر د مدينې
الله زما مدفن کړې مدينه منوره
په مخ دمصطفى نبي سرور د مدينې
الله په مخ ددغه قريشي شاه بطحى
محمد امين خادم کړه دپاک در د مدينې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *