یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / نعت شريف

نعت شريف

الحاج محمد امين رح

اى چې مخ زيبا لري خايسته په وضحى سره

شال د ياسين خوند کوي سرداره ډير ستا سره

شال دياسين خوند کوي سرداره دعرب عجم

ستا په اوږو خور چې شي خلعت طه  سره

ښه دمزمل قبا چې ستا په قد خداى جوړه کړه

خوند کوي زلفانې دى وليل اذا يغشى سره

تور چې په سورمه دمازاغ البصر حينين شو ستا

ستا محبت خوند کوي والله دپاک مولى سره

پيرو کنعان زليخا وو په يوسف عاشقان

خوند که سبحاني محبت ستا دمخ زيبا سره

عرش کرسي نهه سما هم باغ دخوان دا همه

نه دي برابر دمدينې پاک صحرا سره

ستا دګيسوانو په يو تار قسم چې وانه خلم

جملګي کونو مکان دجنت الماوا سره

يا نبي بهتر خداناتوان محمد امين

وى دې دصاحب دکر بوغي  شا والا سره

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *