یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / نعت شريف ‏

نعت شريف ‏

س، سيرت
محمــده په رښتــياېې محمــده (ص)‏
مقـــتداېې مقــتتداېې محمده
اولين ېې آخرېــن ېې آخرين ېې
ته ښـکلاېې ته ښـکلاېې محمده
‏—-٠‏
الصلات والسلام په والسلام دې ستايمه
مرحبا يـا مرحــبا ، مرحــبا به وايمــه
‎—-‎
وايم به صلات ســـلام اې نــبي ســرداره
روې دې رانمايه کړه اې نبي رويداره
ها شمـې رضاشــې ته زه درنه رضايــمه
مرحـبا يا مرحــبا ، مرحبـا به وايــمه
‎—‎
تا پــسې له ســترګو نه نـم زما بهيږي
زړه کله له درده مې له درده کراريږي
سر او مال مې ستانه ځار ستايمه زه ستايمه
مرحــبا يــا مرحـــبا، مـــرحـــبا بــه وايــمه
‎—‎
ستامينه چې نه ېي پکې نه دې هغه زړه نه دى
څه به ورته ووايم څه نه دى هيڅ څه نه دى
مينه مې د ستــا سره ستـــا سره اشـــنا يمـــه
مرحـــبا يا مــرحـــبا، مرحـــبا به وايـــمه
‎—-‎
خاورې دقدم به ستا زه په سترګو پورې کړم
لرې به دزړه نه زه نورې مينې نورې کړم
تل دې په موصوف سره شمس والضحى يمه
مرحبــا يـــا مرحـــبا ، مرحبـــا بـه وايمه
‏—‏
زر که مې روحونه شي زر ځل به ېې قربان کړمه
ژوند به په دنياکې زه ستا په مخ روښـان کړمه
حوښ دې په محشر کې زه د مخ په تجلا يمه
مرحـــبا يا مــرحبا ، مـــرحبا به وايمه
‏—–‏
تمه د رضوان لرم ستاپه مخ بدرالدجا
ته شي د سيرت شافع اى محمد مصطفى
تل دې په درود سره ستا خيرالورا يمه
مرحبــا يا مــرحبا، مــرحــبا به وايمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *