یکشنبه , 16 دسمبر 2018
کورپاڼه / سلايډ / نعت شریف ‏

نعت شریف ‏

الحاج محمد امین صاحب
زړګیه سترګې لګوه د قدم لاره نه ده
حضرت پرې ایښي قدمونه دومره خواره نه ده ‏
په دې کوڅوکې جبرائیل علیه السلام پښې ابله
له شوقه تللو وروره ستا د پښو د پاره نه ده ‏
چې د حرم په ځمکه ږدې قدم اوسترګې نه ږدی
زړه دې زخمي نه دی سینه دی هم بیماره نه ده
دا مخامخ روضه چې ښکاري زرغونه دمحبوب
ماڼۍ دعرش له دې نه لوړه او نامداره نه ده ‏
دغه پینځه منارې لوړې د محبوب د حرم
یوه هم کمه د فردوس له لوړ میناره نه ده ‏
اوس به باب السلام ورشي د محبوب روضې له ‏
د هیڅ عاشق سینه له دې درده قراره نه ده ‏
نورپه ادب اوشوق حیران شوم د محبوب د روضې
بې د الله نه مې سپارلې دغه چاره نه ده ‏
سلام د محمد امین عرض کړه په حضور د محبوب
ځولۍ خالي راوړې چا له دې درباره نه ده ‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *