د هرات ولایت کوهسان ولسوال حاجي امین د يوې چاودنې له امله وژل شوی دی
د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد پېښه تاييد کړې زياته کړې يې ده نن غرمه مهال ولسوال حاجي امین د ولسوالۍ مقام دننه په خپل دفتر کې ناست وه چې په څوکۍ کې د ځاى پر ځاى د چاوديدونکو توکو چاودنه رامنځته شوه او نوموړی یې ځای په ځای ووژل شو